smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

Новости за 01.01.2023

بې پولې خبریالان: پاکستان د خبریالانو لپاره پينځم خطرناکه هېواد دی

Mashaalradio.com 

د رسنيو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې، بې پولې خبريالان يا رپورټرز ويد اوټ‌ بارډرز په يو نوي راپور کې ويلي چې پاکستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره پينځم خطرناکه هېواد دی. دې ادارې د ۲۰۲۲ کال په پای کې په خپل کلني راپور کې ويلي چې په پاکستان کې لا هم رسنۍ معلوماتو ته د لاسرسي او خبریالان د امنيتي په برخه کې ډېرې ستونزې لري. دا خپلواکه اداره هر کال د خبریالانو ژوند ته ورپېښو ګواښونو او نورو مسايلو په اړه کلنی راپور خپروي. دا ځل یې په راپور کې ويلي چې د تېرو ۲۰ کلونو شمېرې ښيي چې په ټوله نړۍ کې ۱۶۶۸ خبریالان وژل شوي دي. Читать дальше...

د افغانستان کرکټ بورډ له بالينګ روزونکي، عمرګل سره قرارداد نه دی غځولی

Mashaalradio.com 

د پاکستان پخواني لوبغاړي عمرګل ويلي چې د افغانستان کرکټ بورډ ورسره قرارداد نوی کړی نه دی. هغه د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې د افغان ملي لوبډلې د بالرانو د روزونکي په توګه رسمي دنده پيل کړې وه. عمر ګل د دیسمبر پر ۳۱مه پر ټويټر ليکلي چې له افغانستان کرکټ بورډ مننه کوي‌ چې د روزونکي په توګه یې ګمارلی وو: " لکه څنګه چې د افغانستان کرکټ ټیم سره زما د روزنې دوره پای ته ورسېده، زه له دوی څخه مننه کوم چې په ما یې باور وکړ. ما په خپل ټول توان له دې لوبډلې سره کار وکړ او دا زما په روزنیزه دنده کې ډېر ښه وخت وو. Читать дальше...

پوټزل او حنفي په موسسو کې د ښځو د کار پر بندیز او نورو مسایلو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مرستیال مارکوس پوټزل د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار پر بندیز او نورو مسایلو خبرې وکړې. یوناما نن په خپل ټویټر کې لیکلي، چې مارکوس پوټزل نن له حنفي سره کتل. یوناما لیکلي په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز، له تعلیم او تحصیل د نجونو او ښځو منع کول، په افغانستان کې په میلیونونو کسانو ته زیان اړوي او افغان سړیو، ښځو او ماشومانو ته د حیاتي مرستو رسولو مخه نیسي. طالبانو له نن څخه... Читать дальше...

د کولمبیا ولسمشر له ناقانونه وسله والو ډلو سره اوربند اعلان کړی

Pa.azadiradio.com 

د کولمبیا ولسمشر ګوسټاوو پیټرو چې کیڼ اړخی سیاستوال او د ګوریلايي ډلې پخوانی غړی دی، پرون ناوخته اعلان وکړ چې د سولې خبرو د ملاتړ لپاره له پنځو ناقانونه وسله والو ډلو سره اوربند کوي. هغه ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې به داخلي شخړه پای ته رسوي، چې شپږ لسیزې یې شوي او له ۱۹۸۵ څخه تر ۲۰۱۸م کاله پورې یې په نتیجه کې لږ تر لږه څلورنیم سوه زره کسان وژل شوي دي. په هغو ډلو کې چې اوربند ورسره اعلان شوی کیڼ اړخې ګرولایي ډله د ملي ازادۍ پوځ او هغه مخالفه ډله شامله ده چې د کولمبیا د انقلابي وسله والو ځواکونو پخواني غړي یې چلوي او اوس غیرنظامي شوې ده.

رانا ثناالله: پاکستان ښايي په افغانستان کې د ټي ټي پي پر پټنځایونو عملیات وکړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د دې امکان شته چې دوی په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په پټن‌ځایونو عملیات وکړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وايي، د نړیوالو قوانینو له مخې، دا د دوی حق دی، له کومه ځایه چې پر دوی برید کېږي، هغه ځای په نښه کړي. هغه پرون د پاکستان ایکسپرس نیوز تلوېزیون سره مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د ځینو پاکستاني طالب مشرانو او پټنځایونو ادعاوو په اړه د حکومت کړنلاره څه ده وویل، په دې اړه د دوی مهمه ناسته سبا د دوشنبې په ورځ کېږي. ... Читать дальше...

کابل کې د برښنا د کمښت ستونزه؛ برښنا شرکت: د نوي تړون پر بنسټ به پرچاوي کمه شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې برښنا شرکت اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال لپاره یې د ازبکستان د برښنا ملي ادارې سره نوی تړون لاسلیک کړ. په داسې حال کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې برښنا شرکت وايي، د برښنا د پرچاویو د کمولو هڅه کوي، د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دوی د شکایتونو سره سره لا هم دا ستونزه نه ده هواره شوې. شکیلا د پلازمېنې اوسېدونکې د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې برښنا شرکت د برښنا پرچاوۍ ډېرې کړې او د ژمې په دې سړو ورځو کې د خلکو ستونزې لا ډېرې شوې دي. هغې وویل: "برښنا لا هم کار نه کوي، موږ هېڅ کار نه شو ترې اخیستلای. Читать дальше...

ګڼو هېوادونو د چینايي مسافرو لپاره د کرونا ویروس ازمېښت جبري کړ

Pa.azadiradio.com 

د څو هېوادونو له لوري د هغو مسافرو لپاره د کوېډ۱۹ د جبري کولو پرېکړه په چین کې د کرونا ویروس د پېښو د چټکې زیاتېدا په اړه په نړۍ کې د اندېښنو ښودنه کوي، خو دا په داسې حال کې ده چې چین رسماً د هغو کسانو شمېر نه اعلانوي چې په کرونا اخته شوي دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی تېره اووني وویل چې د نړۍ اکثره هېوادونو د چینايي مسافرو لپاره دا ډول مقررات نه دي عملي کړي نور دې هم د مسافرو ملیت ته له کتو پرته یو شان چلند وکړي. تراوسه پورې په چین کې د کرونا د نوي خپور شوي ډول په اړه څه نه دي ویل شوي. Читать дальше...

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي: پاکستان دې نيولي افغان کډوال خوشې کړي

Mashaalradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ او څو سفارتونو پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې بندي افغان کډوال خوشې کړي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د دیسمبر پر ۳۱مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په پاکستان کې له نيول شويو افغان کډوالو سره روانه رويه خواشنونکې ده. دا خبرپاڼه په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان د بېلابېلو سفارتونو ګډه اعلاميه ده. دغه سفارتونه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په زور د راغلي طالبانو له حکومت مخکې، د جمهوري حکومت له وخته فعال پاتې دي. په دې اعلاميه کې پر پاکستاني چارواکو غږ... Читать дальше...



په افغانستان کې د موسسو د فعالیتونو محدودېدل او درېدل به څه اغېزه وکړي؟

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې د ۱۵۱ موسسو له مشرانو سره د خبرو پر بنسټ دا موندلې، چې د ۸۶ سلنه هغو موسسو چې مشري یې ښځې کوي، چارې درېدلي او یا یې هم فعالیت ډېر کم شوی دی. زموږ همکار مرسلین ارسلا د ښځو د حقونو له فعالې ښایسته صافۍ سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې د دې موسسو د فعالیت محدودېدل او درېدل به د اړمنو کورنیو، په ځانګړي ډول د ښځو پر ژوند څومره اغېز وکړي؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

د افغان ښځو پر کار بندیز؛ سروې: د ۱۵۱ موسسو ۸۶ سلنه چارې درېدلي یا هم ډېرې کمې شوي

Pa.azadiradio.com 

په نادولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار له بندیز وروسته، د ۸۶ سلنه هغو موسسو چې مشري یې ښځې کوي، چارې درېدلي او یا یې هم فعالیت ډېر کم شوی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه وايي، د طالبانو له‌خوا په نادولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار له بندیز لګولو وروسته، د هرو درې هغو موسسو له ډلې چې مشري یې ښځې کوي، یوه یې مجبوره شوې چې ۷۰ سلنه خپل فعالیتونه ودروي. ۳۱ سلنه نورو بیا خپلې چارې بیخي په ټپه درولي. دې ادارې تازه د خپلې یوې سروې پایله په خپله ټویټرپاڼه خپره کړې او ورسره یې لیکلي، دا... Читать дальше...

طالبان: کابل کې چاودنې مرګژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په کنټرول کې د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار د کابل ښار نظامي هوايي ډګر په بهرني قراول کې چاودنه شوې چې یو شمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده. د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "نن سهار د کابل نظامي هوايي ډګر په بهرني قراول کې چاودنه وشوه چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول. د پېښې نور جزییات او لټون روان دی." ټکور دا ونه ویل چې په پېښه کې څومره کسان وژل شوي او ټپیان دي. د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي هم وايي، نن یکشنبه د سهار اته بجې... Читать дальше...

سیمې او نړۍ سره د طالبانو اړیکې؛ د رسمیت پېژندنې هڅو ولې نتیجه نه ده ورکړې؟

Pa.azadiradio.com 

د نړیوال مشروعیت د ګټو او د رسمیت پېژندنې په پار ۲۰۲۲ کال د طالبانو د حکومت هڅو نتیجه ورنه کړه. د طالبانو حکومت په ۲۰۲۲ کال کې د ښځو او نجونو په وړاندې په سختدریځیو سره په خپله هغه هڅې کمرنګه کړې چې له نړۍ سره یې د اړیکو د ښه کولو لپاره کولې. د طالبانو له حکومت تمه وه چې ۲۰۲۲ کال کې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېزي. دوی نه یواځې ښوونځي خلاص نه کړل بلکې د لوړو زده کړو د مخنیوي لپاره یو بل ګام مخکې شول او د پوهنتونونو دروازې یې هم د نجونو پر مخ وتړلې. دې کار د افغانستان له ګاونډیانو را نیولې، تر... Читать дальше...

ژمی او د درملنې د امکاناتو نشتوالی؛ نیمروز کې د معتادینو ژوند ستونزمن شوی

Pa.azadiradio.com 

نیمروز چې له ایران سره پوله لري د افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاقو یوه مهمه لار بلل کېږي. په دې ولایت کې زرګونه کسان په نشه يي توکو اخته دي. د طالبانو په واکمنۍ او د نړیوالو مرستو په درېدو د نورو سیمو په څېر نیمروز کې هم د معتادینو د درملنې لپاره امکانات کم دي.

په کابل کې ۲۱۰ ټنه غیرمعیاري، تاریخ تېر توکي او درمل له منځه وړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر کنټرول لاندې د خوړو او درملو ملي اداره وايي، په کابل کې یې ۲۱۰ ټنه غیر معیاري او تاریخ تېر خوراکي توکي او درمل له منځه وړي دي. په هغې خبرپاڼه کې چې د دغه رياست له خوا له رسنيو سره شريکه شوې، راغلي چې دغه اندازه درمل او خوراکي توکي چې د کابل په ګمرک کې قرنطين شوي وو، د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې له منځه وړل شوي دي. دغه رياست بیا هېواد ته د درملو د قانوني وارداتو د زیاتېدو خبر هم ورکړی دی. په دې وروستيو کې په يو شمېر درملتونونو کې د ټيټ کيفيت او تاریخ تېر درملو په اړه خلکو شکایتونه کړي.

تحریک طالبان پاکستان د نویو تشکیلاتو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

تحریک طالبان پاکستان د نوي کال په مخه د نویو تشکیلاتو خبر ورکړی دی. په هغه خبرپاڼه کې چې د دغه وسله وال سازمان له خوا رسنيو ته لېږل شوې، راغلي چې ابو منصور عاصم د امير په توګه او مولوي سليم حقاني د استخباراتو د مشر په توګه معرفي شوي دي. خبرپاڼه د یوه حکومتي شکله جوړښت خبر هم ورکړی چې والیان او وزارتونه هم په کې شامل دي. تحریک طالبان پاکستان چې له افغان طالبانو سره خورا نږدې اړیکې لري، په دې وروستیو کې د پاکستان له حکومتي ځواکونو سره خپل اوربند پای ته ورساوه او یو وار بیا یې بریدونه پرې پیل کړل. Читать дальше...

روسیې پر کییف څو توغندي توغولي

Pa.azadiradio.com 

د نوي کال په درشل کې د اوکراین په پلازمېنې کییف باندې د روسیې څو توغندي لګېدلي. د اوکراین پوځ ویلي، دفاعي ځواکونو یې د روسیې له ۲۰ راکټونو ۱۲ راکټونه شنډ کړي. شپږ توغندي د کییف په لور توغول شوي وو. د اوکرایین د پیاده ځواکونو قومندان اولیکسي پاولوک په ټېلېګرام کې لیکلي چې د پلازمېنې په درېیو سیمو کې د یوه هوټل او یوه کور په ګډون ملکي سیمې ویجاړې شوې دي. د اوکراین په لوېدیځ کې د ميکولايف او خملنيتسکي سيمو په ګډون پر نورو سيمو د روسي ځواکونو له راکټي بريدونو هم راپور هم ورکړل شوى دى.

د پاکستان له زندانونو د بندي افغانانو د خوشې کېدو غوښتنې ډېرې شوي

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ او څو سفارتونو په پاکستاني چارواکو غږ کړی چې بندي افغان کډوال په تېره بیا ماشومان ژر تر ژره خوشې کړي. د کراچۍ څو زندانونه په هغو افغان کډوالو په تېره بیا ښځو او ماشومانو ډک دي چې پاکستان ته د ناقانونه تګ او ځینو نورو مساییلو په خاطر بندیان شوي. د افغانستان ډپلوماټیکو ماموریتونو چې د جمهوریت له دورې فعاله پاتې دي د شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي په دې اړه سخته اندېښنه لري چې پاکستاني چارواکو افغان کډوال او ماشومان بندیان کړي. په اعلامیه کې... Читать дальше...

د ۲۰۲۳ میلادي کال پیل؛ په ګڼو هېوادونو کې ځانګړو پروګرامونو سره ونمانځل شو

Pa.azadiradio.com 

۲۰۲۲ کال له داسې بې مخینې تحولاتو سره تړلی و چې نوی ۲۰۲۳ کال به یې هم له پایلو اغېزمن وي. اسټرالیا او نیوزیلنډ د نوي کال په نمانځلو کې مخکښان وو. د سیډني ښار د ۲۰۲۳ کال د جشن لپاره بې سارې اورلوبې او نندارې جوړې کړې وې. وروسته د جاپان، چین او تایلنډ خلکو هم نوی کال په خاصو مراسمو او اورلوبو سره ونمانځله. اروپايي هېوادونو هم د اورلوبو او ځانګړو مراسمو سره د نوي کال هرکلی وکړ. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په خپل ټویټر کې په یوه لنډ پيغام کې وویل: "هر نوی کال د بیا زېږون شېبه ده. راځئ... Читать дальше...

فرسټ انډیا: د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ شخړې د پام وړ زیاتې شوي

Pa.azadiradio.com 

فرسټ انډیا: د هند فرسټ انډیا ورځپاڼې د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لوړو ژورو په باب لیکنه خپره کړې ده. د لیکنې په پیل کې راغلي، د محمد اشرف غني د حکومت له پرځېدو وروسته پاکستان د ګوتو په شمېر هغو هېوادونو و، چې پر افغانستان یې د طالبانو د ولکې د ټینګولو هرکلی وکړ او هیله یې درلوده چې له دغه بدلون څخه چې اسلام اباد د ستراتیژیکې بریا په سترګه ورته کتل، ګټه واخلي. د لیکنې په حواله دا تحول د دې سبب شو، چې د ۲۰۲۱م. کال له اګست میاشتې وروسته په پاکستان کې دننه هم ناامني زیاته شي... Читать дальше...

د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز؛ هرات کې د ښځو له‌خوا پټ انفرادي اعتراضونه پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو او تحصیل تر بندیز او پر دې پرېکړې د معترضو ښځو له ځپلو وروسته په هرات کې د ښځو له‌خوا پټ انفرادي اعتراضونه پیل شوي. په دغو اعتراضونو کې معترضې ښځې د "زده‌کوونکو، خپل د تعلیم حق وغواړئ" شعارونه په دېوالونو لیکي او خلک د خپل حق غوښتنې ته رابولي. د هرات ولایت اوسېدونکې مهرناز هغه څوک چې د زده‌کړو د حق غوښتنې په بېلابېلو ډله‌ییزو او انفرادي اعتراضونو کې یې برخه اخیستې وایي، د لومړي ځل لپاره‌یې تېره شپه په هرات کې د هاتفي ښوونځي پر یوه دېوال 'زده‌کوونکو، زده‌کوونکو،... Читать дальше...

رسنۍ: په افغانستان کې د هند پروژې له خنډ سره مخ شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي وضعیت له امله په دې هېواد کې د هند له لوري پیل شوې د بیا رغونې پروژې له خنډ سره مخ شوي دي. د ۲۰۲۰ کال د نومبر په میاشت کې په جنیوا کې د افغانستان په اړه په کنفرانس کې د وینا پر مهال، د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر وویل:  "هند په افغانستان کې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له ۴۰۰ څخه زیاتې پروژې پیل کړي دي. نوموړي وویل هند په افغانستان کې د بېلابېلو پرمختیايي پروژو له لارې تر ۳ بیلیون ډالرو زیاته پانګونه کړې ده. هند په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *