smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

Новости за 03.01.2023

هند په شل اوریزه لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان او سریلانکا ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه هند په ۲ منډو وګټله. هند په ۲۰ اورونو کې د ۱۶۳ منډو هدف ټاکلی و، خو سریلانکا یوازې ۱۶۰ منډې وکړې. ډیپک هوډا، ایشان کېشان او اکشر پټیل د هند مخکښ توپ وهونکي و او د سریلانکا لپاره بیا لوبډلمشر شناکا او کوشال مینډس ښه توپ وهنه وکړه. د سریلانکا پینځو توپ اچونکو یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو د هندوستان په توپ اچونکو کې شېوام ماوي په خپله لومړۍ لوبه کې ۴ وېکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی شو. د هند کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو چټک... Читать дальше...

مس عینک د افغانستان په سطحه کلب کچې سیالۍ وګټلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري د کلب کرېکټ وروستي پړاو سيالۍ په خوست ولایت کې ترسره شوې چې د یاد ولايت ځايي کلب ډېنجر لوبډلې وګټلې. په پایلوبه کې د مس عینک زون اړوند ډېنجر کلب د بست زون اتل کلب خپلواک لوبډلې ته په ۵۰ منډو ماتې ورکړه. دغه سیالۍ د تېر کال د ډسمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه پیل شوې وې او پينځو لوبډلو په کې برخه درلوده. په دې لوبو کې د سپین غر زون له لوري سيداغا عرب، د بند امیر زون لخوا کابل زلمي، له امو زون څخه دولت اباد ښاروالۍ، له بست زون څخه خپلواک او له مس عینک څخه ډېنجر کلبونو برخه درلوده. Читать дальше...

د بشري حقونو فعالانې: افغان نجونې باید د تعلیم له حقه محرومې نه شي

Mashaalradio.com 

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د بشري حقونو فعالانې وایي باید په افغانستان کې د طالبانو مشران خپله هغه فیصله واپس واخلي چې پکې پر نجونو پوهنتونونو ته پر تګ او د هغوی پر کار بندیزونه لګول شوې دي. په دې اړه نن د فرخنده اسد په کوربه توب په تاندې هيلې اوونيزه خپرونه کې بحث شوی دی.

ایا پښتونخوا کې د تازه پوځي عملیاتو تیارۍ روانې دي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان قامي سلامتۍ کمېټې په خیبرپښتونخوا کې پر ناامنيوو اندېښنه ښوولې او ويلي یې دي چې د هرې وسله والې ډلې پر ضد به کارروايي کيږي. ايا د دې مطلب د نوي پوځي عملياتو کول دي؟ په دې اړه نن د کرښې پر غاړه خپرونه کې بحث شوی دی. کوربه یې شاهين بونیری دی.

د طالبانو حکومت: د هغو رسنيو دوسيې څېړو چې د نظام پر ضد له بهره فعاليت کوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د هغه رسنیو چې له افغانستانه بهر د نظام پر ضد فعالیت کوي دوسیې به يې د پنجشنبې په ورځ د محکمې له لوري وڅېړل شي. د دې وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد ازادي راډيو ته وویل، چې د دغو رسنیو له مسوولینو غوښتل شوي چې، د نظام پر ضد د نشراتو د موضوع په اړه دې وضاحت ورکړي او دغه شان دې د فعالیت جوازونه هم تمدید کړي خو د ده په خبره د هغوی له لوري تر اوسه دوى ته ځواب نه‌دى ورکړل شوی. نوموړي وویل، چې محکمه به د دغه رسنیو د فعالیت د جواز په اړه پرېکړه کوي نه د رسنیو د مسولینو د شخصیت په اړه. Читать дальше...

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د پاکستان چارواکي دې له پارونکو بيانونو ډډه وکړي

Mashaalradio.com 

پاکستان په داسې حال کې د دې هېواد پرضد د افغان خاورې د کارول کېدو ادعا کوي چې په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

د اسرائيل د ملي امنيت وزير په بيت‌المقدس کې له الاقصی جومات ليدنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل د ملي امنیت ښي اړخي وزیر، ایتامار بن ګویر (Itamar Ben-Gvir) نن په بیت‌المقدس کې هغه ساحه وکتله چې الاقصی جومات په‌کې دی. دا هغه سپېڅلې ساحه ده، چې هم یهودان او هم مسلمانان په درنه سترګه ورکته وګوري. د اسرائیل ینیت (Ynet) خبري وېبسایټ د بن ګویر عکسونه خپاره کړي، چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د ساحې په کتنه بوخت دی. د اسرائیل د اپوزیسیون مشر او پخواني صدراعظم یایر لاپن خبرداری ورکړ، چې د ملي امنیت د وزیر دا ډول یوه کتنه ښايي تاوتریخوالي ته لمن ووهي. په همدې حال کې روغتیايي چارواکي... Читать дальше...

د اوکراين پوځ: روسيې د اوکراين پر ملکي اهدافو بريدونو ته دوام ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ وايي، د روسیې پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین پر ملکي اهدافو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. د اوکراین پوځ نن سې‌شنبه په خپل راپور کې دا خبره داسې وخت کړې چې پرون د روسیې پوځ پر کییف د تېرو لسو میاشتو له تر ټولو خونړیو حملو کې خپل لوري ته د پراخو ځاني تلفاتو خبر تأیید کړ. اوکراین وايي د روسیې پوځ شپږ میزایل توغولي، ۵۲ هوايي او د راکټ لانچرونو ۷۷ نورې حملې کړې دي. د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز وايي، د میزاییلو شپږ واړه حملو او ۳۰ هوايي حملو ملکي تاسیسات ویشتلي دي. Читать дальше...



کندهار کې د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او ۱۳ ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ پر لاره تېره شپه ناوخته د پاسو او مزدا موټر د ټکر په پېښه کې درې کسان مړه او ۱۳ نور زخمیان شوي چې ډېری یې ښځي او ماشومان دي. په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید وایي، په مړو کې دوې ښځي او یو ماشوم شامل دي او دغه راز په ټپیانو کې اته ماشومان او یوه ښځه شامله ده. د پېښې علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده. د کندهار - کابل پر لاره د زابل په مربوطاتو کې هم تېره ورځ د يوې ترافيکي پېښې له امله يو شپږ کسان ژوبل شوي و.

طالبانو پنجشېر کې له رينجير موټر د دوه ماشومانو غورځېدل او د يوه وژل تأييد کړل

Pa.azadiradio.com 

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو سیمه‌ييز چارواکي مني چې د یو دولتي رینجیر نه دوه ماشومان غورځېدلي چې یو وژل شوی او بل یې ټپی دی. نور محمد وايي، اته کلن وراره یې د یکشنبې په ورځ شا او خوا د سهار ۹ بجې ووژل شو. د نوموړي په خبره، وراره یې د خپلې کلنۍ ازموینې په پارچې پسې تللی و، چې د راتګ پر مهال له خپل ملګري سره دا پېښه پرې وشوه. نوموړي د پېښې په اړه ازادي راډيو ته وويل: "د سهار اته نیمې بجې وې چې وراره مې له کور نه ووته او ماته یې وویل چې کاکا زه ځم ښوونځي ته او خپله پارچه اخلم. دا چې کله له... Читать дальше...

پولیسو په ګوادر کې د "حق دو تحريک" د مشر د نيولو هڅې پيل کړې دي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په ګوادر کې پوليس د مظاهره کوونکي حق دو تحريک مشر مولانا هدايت الرحمان بلوچ دنيولو په لټه کې دي. د جنورۍ پر دويمه نېټه د ګوادر پولیسو رسنيوو ته په ليږلي بیان کې ويلي چې د مولانا هدايت الرحمن بلوچ نيول ځکه ضروري دي چې د هغه په مشرۍ مظاهره چيانو د يو پولیس د وژنې تور دی. د پولیسو په خبره د نوموړي تر څنګ یې د دې تحريک پر ۱۵ نورو مشرانو مقدمه درج کړې ده. خو مولانا هدايت الرحمن بلوچ پر فیسبوک خپره کړې ويډيو کې دا تورونه رد کړي دي. هغه ويلي چې د خپل حق لپاره سوله ييزې مظاهرې کوي. نوموړي ادعا... Читать дальше...

ننګرهار کې د سوک‌وهنې ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ پيل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست خبر ورکړی دی چې، په جلال اباد ښار کې یې د سوک‌وهنې ملي لوبډلې د اوه ویشتم پړاو غوراوي سيالۍ پيل شوې دي. یاد ریاست په خپله فېسبوک پاڼه یوه خبرپاڼه خپره کړې ده او ویلي دي، چې په دې سیالیو کې به د افغانستان له ۲۵ ولایتونو څخه ۱۸۸ لوبغاړي برخه واخلي او د بېلابېلو عمرونو د کټګورۍ پر اساس به ۲۶ بريالي او پياوړي لوبغاړي د سوک‌وهنې ملي لوبډلې ته غوره شي. په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې، د سې شنبې په ورځ (د مرغومې ۱۳) به د ۶۰ لوبغاړي له یو بل سره سيالي ترسره کړي. دا... Читать дальше...

بیګ بیش لیګ؛ مجیب الرحمن یو وار بیا وځلېد

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا په بیګ بیش سیالیو کې افغان ورو/سپينر توپ اچونکی مجیب الرحمن موده پس یو وار بیا ښه وځلېد او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه. نوموړي په ۴ اورونو کې یوازې ۷ منډې ورکړې، ۲ لوبغاړي یې وسوځول او ۱ اور یې پرته له منډې ورکولو/ميډن ترسره کړ. مجیب په دې سیالیو کې د میلبورن رینیګیډز لپاره لوبیږي او نن یې له میلبورن سټارز سره لوبه وه. لوبډلې یې په ۲۰ اورونو کې ۱۴۱ منډې کړې وې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۳۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د یادونې ده چې تر دې دمه د بیګ بیش سیاليو په درجه بندۍ کې د پرت سکارچرز لوبډله مخکښه ده.

د ګرانۍ په خلاف د تحريک انصاف احتجاج

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا واکمن ګوند، تحريک انصاف غړيو په پېښور کې د يوې مظاهرې په کولو سره پر وفاقي حکومت نيوکې وکړي چې د ګرانۍ د کمولو لپاره یې څه نه دې کړي. دغو احتجاج کوونکو دا نه دې ويلي چې پخپله صوبايي حکومت د اقتصاد بهترولو لپاره څه کړې دي؟ د احتجاج په اړه د عظمت علي شاه ويډيويي راپور وګورئ.

يو شمېر افغانان د روغتيايي خدماتو له کموالي او ټيټ کيفيت شکايت کوي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ناروغ لرونکي وايي، په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو او د روزل شوي روغتیايي پرسونل کمښت اندېښمن کړي دي. د کابل ښار اوسېدونکى احمدالله وايي، مېرمن يې له يوې اوونۍ راهيسې په دولتي روغتون کې بستري او له ډېرو ستونزو سره مخ ده. نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "د ناروغانو سمه درملنه نه‌کېږي، د روغتون خونې ډېرې سړې دي. زموږ ناروغ د ښه کېدو پر ځای بدتره کېږي، ډاکټر نه‌شته." یو شمېر ناروغ لرونکي بیا شکایت کوي، چې په دولتي روغتونونو کې د ناروغانو شمېر زیات خو د ډاکترانو کم دی او دا ستونزه لامل شوې، چې د دوی د ناروغانو درملنه په خپل وخت ونه‌شي.

په دایکندي کې د سون توکو د بیو زیاتوالی

Pa.azadiradio.com 

د دایکندي ډېری خلک د ژمي لپاره د سون توکو د پېرلو توان نه لري. د دایکندي مرکز نیلي کې د ډبرو سکاره هم په سختۍ موندل کېږي. د مالیې لوړوالی او د سړکونو خرابوالی د دغو ستونزو له اصلي لاملونو څخه شمېرل کېږي.

یو شمېر کابل ښاریان د بې کیفیته درملو له خرڅلاو شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي، شکایت کوي چې په درملتونونو کې بې کیفیته درمل خرڅېږي او ناروغان یې نه ښه کوي. کابل مېشتي د ګڼو ډېرو ستونزو تر څنګ په درملتونونو کې له بې کیفیته درملو هم شکایت لري. یو شمېر کابل ښاریان وايي، که څه هم درمل د ډاکترانو د نسخو له مخې اخلي، خو د دوی په خبره ناروغان یې نه ښه کوي. د کابل ښار اوسېدونکی منصور وايي: "زما مور ناروغه ده، روغتون ته یې بیایم، کله چې درمل اخلم کیفیت یې ډېر ټیټ دی، هېڅ ګټه نه ورته کوي. له بلې خوا هېڅ کاروبار نه شته، هر څومره پیسې چې پیدا کوم ټولې په دوا ځي. Читать дальше...

خواجه اصف: افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي

Pa.azadiradio.com 

پاکستان دفاع وزارت ادعا کوي چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي. د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د کارول کېدو په اړه د پاکستاني حکومت د ادعاوو دوام. د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، که څه هم د طالبانو حکومت هوکړه کړې چې افعان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي، خو دی ادعا کوي چې پاکستاني طالبان ټي ټي پي په افغانستان کې د پاکستان پر ضد بریدونه پلانوي. اصف تېره شپه له 'جیو نوز' په نوم له یو پاکستاني خصوصي تلوېزیون سره په مرکه کې وویل، په دې اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې روانې دي. Читать дальше...

په واشنګټن کې د افغانانو مظاهره

Mashaalradio.com 

په واشنګټن کې افغانانو د يوې مظاهرې په ترڅ کې پر نړيوالو غږ کړی چې پر طالبانو ځکه بنديزونه ولګوي چې هغوی ښځې له کار او نجونوې له تعليم منع کړي دي. مظاهره چيانو ويلي چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې خلک د نوي کال خوشالۍ لمانځي خو افغانانو ته د تعليم اجازه نه ورکول کيږي. په دې اړه د اېف پي له ويډيو د بشير ګواښ جوړ کړی راپور وګورئ.

پاکستان قامي سلامتي کمېټه: هېڅ هېواد ته د ترهګرو پټنځایونو ساتلو اجازه نه ورکوو

Mashaalradio.com 

د پاکستاني قامي سلامتي يا ملي امنيت کمېټې تر يوې غونډې وروسته ويلي چې هېڅ هېواد ته به اجازه نه ورکوي چې ترهګرو ته خوندي ځايونه ورکړي. د جنورۍ په دويمه د وزيراعظم شهباز شريف دفتر د دې کمېټې تر غونډې وروسته په يوه خبرپاڼه کې وويل چې پاکستان د خپلو خلکو د خوندي ساتلو حق لري. خبرپاڼې زیاته کړې چې "د پاکستان پر هر اينچ خاوره به خپله خودمختاري قايموي او د ټولو هغو ډلو په خلاف به کارروايي‌کيږي چې تشدد کول غواړي". د پاکستان ملي امنیت کمېټې مشري وزيراعظم کوي. په دې کمېټه کې د پاکستاني پوځ او استخباراتي... Читать дальше...

طالبانو په کونړ کې د نابینا نجونو د ځانګړي لیک لوست ټولګی هم بند کړی

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په کونړ ولایت کې د نابینا نجونو د ځانګړي لیک لوست ټولګی هم بند کړی دی. په دغه ټولګي کې، چې درې میاشتې پخوا پیل شوی، لسګونو نابینا نجونو بریل لیک لوست زده کاوه. د نابینایانو لپاره د بریل لیک د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ملګروملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ په مالي ملاتړ پرانیستل شوي و، خو طالبانو دا مرکزونه یو په بل پسې بند کړل. طالبانو د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه هم بند کړي دي.

بایډن د امریکا او جنوبي کوریا د ګډې اټومي مانورې په اړه خبرې رد کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن دا خبره رد کړه چې ګنې د امریکا متحد ایالتونه له جنوبي کوریا سره د ګډې اټومي مانورې په اړه خبرې کوي. پرون د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول له چوسان ایلیو ورځپاڼې سره مرکه کې وویل، له امریکا سره د یوې ګډې پوځي مانورې د کولو پر امکان په خبرو بوخت دی. هغه همدا راز ویلي چې په دې مانوره کې به د اټومي وسایلو په شمول له راز راز جنګي وسلو څخه کار واخیستل شي. ده د دې مانورې موخه د مخنیوونکو اقداماتو پیاوړتیا بللې ده. خو د یون د مرکې له خپرېدو وروسته پرون خبریالانو په سپینه... Читать дальше...

د پاکستان په کوټه کې یو سړی د 'شپېتم' اولاد پلار شو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې یو سړی د شپېتم اولاد پلار شو. دا سړی، چې جان محمد نومېږي، درې مېرمنې لري او تازه یې شپېتم زوی زېږېدلی دی. جان محمد رسنیو ته ویلي چې پر وروستي زوی یې حاجي خوشحال نوم ایښی دی. ۵۰ کلن جان محمد د بل واده په لټه کې دی او لېواله دی چې د ماشومانو شمېر یې سلو ته ورسېږي.

د دوبۍ حکومت پر الکولي مشروباتو شاوخوا ۳۰ سلنه مالیه پای ته ورسوله

Pa.azadiradio.com 

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ حکومت پر الکولي مشروباتو شاوخوا ۳۰ سلنه مالیه پای ته ورسوله. ظاهراً دوبۍ دا پرېکړه د بهرنیو سیلانیانو د جذبولو لپاره کړې ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کې دوبۍ ته د ورغلیو بهرنیو سیلانیانو شمېر د ورتېر ۲۰۲۱ په پرتله سل سلنه زیات شو. متحده عربي امارت او د خلیج د سیمې نور هېوادونه هڅه کوي چې د تېلو پر صادراتو اتکا کمه کړي.

په کندهار کې د انجې کرنې ته لېوالتیا زیاته شوې ده

Pa.azadiradio.com 

کندهاري کروندګر چې تازه يې د انجې کرلو ته مخه کړې ده وايي، انجه کمه خواري غواړي او هم د اقتصاد له اړخه ګټوره ده. د کندهار د کرني او مالدارۍ اداره انجه د کوکنارو ښه بدیل بولي او وايي، هڅه کوي دغه ولایت کې د انجې په ګډون د نشه‌یې توکو بديل کښتونه دود کړي. نور تفصیل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *