smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

Новости за 04.01.2023

ځینې شنونکي د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې د یوې نوې سیاسي لوبې پیل بولي

Pa.azadiradio.com 

د سیاسي او امنیتي چارو یو شمېر پوهان د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې د یوې نوې سیاسي لوبې پیل بولي. د سیاسي او پوځي چارو یو شمېر کارپوهان د طالبانو حکومت په سیمه ییزو او نړیوالو پوځي سیاسي لوبو کې په ګډون تورنوي. دوی په افغانستان کې د پاکستان پر ضد د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د فعالیتونو په اړه د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې پاکستان یا خو د ترهګرۍ د قرباني هېواد تمثیل کوي او یا له سختو کورنیو کړکېچونو سره مخ دی. دوی په دې باور هم دي چې دا مسئله په سیمه کې د... Читать дальше...

په افغانستان کې د کتابونو د چاپ چارې ټکنۍ شوي

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډيويي مجلې په خپرونه کې اورئ چې په افغانستان کې د کتابونو د چاپ چارې ټکنۍ شوي دي. د کتابونو د چاپ دغه ټکنۍ شوې چارې څرنګه بېرته غوړېدای شي؟ په دې ادبي مجله کې هم نقد شته او هم شعر. په خپرونه کې له داسې چا سره خبرې شوي چې د ملي هندارې کیسې یې له یاده زده کړې دي. په مجله کې د سندرغاړي فرهاد غفور له نویو هنري هڅو هم خبرېږئ: د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

طالبانو نابینا نجونې هم له تعليمه منع کړي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو وروستیو پریکړو له امله نابینا نجونې هم زده کړې نه شي کولای. په کابل کې د نابیناو کسانو د انسټیټيوټ یوه زده کوونکې وايي د کمو ساینسي او ډېرو ديني مضامينو زده کړه کوله خو د طالبانو لخوا پر نجونو د تعليم بندیز له دوی هم دا حق اخیستی. هغې دې د ځان خوندي ساتلو لپاره د خپل نوم خپرول نه غوښتل، د جنورۍ پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې پخوا هم ورته ډېره پاملرنه نه کېدله خو اوس هر څه په ټپه ولاړ دي. هغې وویل: "زموږ نصاب جلا دی. موږ ته د نورو مضامینو لکه تاریخ، جغرافیې، ادبیاتو او ساینس ډیر کم درس راکول کیدو. Читать дальше...

د لوړو زده کړو درلودونکي ځینې افغان ځوانان له بېکارۍ شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ځوانان چې لوړې زده کړې لري، په افغانستان کې له بېکارۍ شکایت کوي. تابش ایوبي د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ شوی دی. نوموړی وايي، د طالبانو په واکمنۍ سره له دندې ګوښه شوی چې له امله یې له ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی. ایوبي ازادي راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کې له سختو شرایطو سره مخ دی. هغه وویل: "له هغه وخته چې د طالبانو ډله کابل ته راغله، زما د مور دنده ترې واخیستل شوه، د خور دنده مې ترې واخیستل شوه او ان له ما څخه يې دنده واخیسته. د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن یم. ما دومره... Читать дальше...

د افغان ښځو پر کار او زده کړو بندیز؛ په دې اړه د شویو پرېکړو د لغوه کولو هڅې پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت افغان مېرمنې او نجونې له کار او لوړو زده کړو څخه محرومې کړې د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ یو شمېر نړېوالو سازمانونو هڅې پیل کړي چې طالبان خپلې دغې پرېکړه بېرته واخلي. په کابل کې د یوې نادولتي ادارې کارکوونکې چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي وايي، د طالبانو وروستۍ پرېکړې یې ژوند له سختیو سره مخ کړی. دا مېرمن د خپل کار ځای نوم هم نه اخلي، خو وايي هیله لري چې یوه ورځ بېرته خپل کار ته وګرځي. هغه زیاتوي: "هغه جلسې چې د دوی او طالبانو ترمنځ روانې دي هیله لرو چې یو پایله ورکړي. Читать дальше...

د پکتيا ځوانان پانګونه غواړي

Mashaalradio.com 

د افغانستان پکتيا ولایت ځوانان له پانګوالو غواړي چې د دوی لپاره د دایمي کارموندنې په خاطر دې پر لویو او وړو کارخانو کې پانګونه وکړي. په همدې حال کې د کارخونو مالکان بیا د صنعتي پارکونو او دایمي بريښنا نه شتون او د حکومت لخوا لوړې مالیې هغه ستونزې بولي چې له امله يې پانګوال پر نویو فابریکو پانګونې ته زړه نه ښه کوي. په دې اړه نجیب الله الوخېل ویډيويي رپوټ چمتو کړی دی.

د کریمیا په ټاپوزمه کې د چاودنو راپورونه خپاره شوي

Pa.azadiradio.com 

د کریمیا په ټاپوزمه کې د روسیې په پوځي هوایي ډګر بیلبیک کې نن د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي. د روسیې یوه پوځي چارواکي وویل چې روسي ځواکونو دوه ډرون الوتکې نسکورې کړې دي. ازادي راډیو دا راپور نه شي تاییدولای. بیلبیک هوایي ډګر د روسیې د ۳۸ جنګي الوتکو کور دی. په کریمیا ټاپوزمه کې د روسیې ګمارلی مشر سرګي اکسینوف وایي چې په سیمه کې اصلي ګواښ د بې پيلوټه الوتکو دی. کریما ټاپوزمه د اوکراین خاوره ده چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له خپلې خاورې سره یوځای کړه.



په قزاقستان کې د واورو ورېدو له کبله ۱۲۷ لویې لارې تړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان د بېړنیو چارو وزارت نن وویل، د سختو واورو ورېدو له امله اړ شوي چې په ټول هېواد کې ۱۲۷ لويې لارې وتړي. د دې وزارت په وینا، په روانو توپانونو کې په لویو لارو کې د بند پاتې شویو موټر چلوونکو د موندلو او مرستې لپاره ځانګړي ژغورونکي ټیمونه جوړ شوي. د قزاقستان د بېړنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ تراوسه دې ټیمونو د قزاستان په بېلابېلو سیمو کې ۶۹۱کسان ژغورلي چې ۱۳۷ تنه يې ماشومان دي او د ژغورنې چارې لا هم دوام لري.

په مرکزي سومالیا کې د غبرګو چاودنو له کبله ۹ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د مرکزي سومالیا په یوه ښارګوټي کې نن په دوو پرلپسې موټر بم چاودنو کې لږترلږه ۹ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. سیمه ییز چارواکي د برید پړه پر القاعده پورې تړلې الشباب ترهګرې ډلې اچوي. دا پېښه په هیران نومي سیمه کې رامنځته شوې. دغلته حکومت څو میاشتې وړاندې د الشباب ضد پراخ عملیات پیل کړي وو. د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمد د ټولو هغو اسلامپالو ډلو پر وړاندې د جګړې اعلان کړی دی چې د ۱۵ کلونو راهیسې د حکومت پر ضد بغاوت کوي.

په پنجاب کې د استخباراتو ۲ افسران وژل شوي

Mashaalradio.com 

د پنجاب صوبې په خانېوال کې وسله والو د پاکستان استخباراتي ادارې (ای ایس ای) ۲ افسران وژلي دي. پاکستاني رسنيوو ليکلي چې وژل شوی یو کس نوید صادق دی چې په ملتان کې یې د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې (سي ټي ډي) د مرستيال مشر په توګه کار کاوه. بل وژل شوی تن ناصر بټ نومېده چې په همدغې اداره کې انسپکټر وو. "د ترهګرۍ پر ضد کار د نوید صادق کار ستايلو لپاره"، د پاکستان ولسمشر عارف علوي د تېر کال په مارچ مياشت کې هغه ته تمغه شجاعت هم ورکړې وه. هغه مهال ويل شوي وو چې نوموړي په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې مشرتابه... Читать дальше...

ایا په پښتنو سیمو کې بیا پوځي عمليات کيږي

Mashaalradio.com 

د مشال راډیو په ویډیويي بحث کې مو په پاکستان کې د روانو سياسي، امنيتي او نورو مهمو موضوعاتو ته کتنه کړې ده. په تېر ۲۰۲۲ کال کې حکومت او ورپسې د پوځ په مشرتابه کې بدلون راغی. همداراز ناامنۍ زور اخیستی. په ځانګړې ډول وسله والو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې حملې ډېرې کړې دي. د ګل ایاز په کوربه توب په دې بحث کې مېلمانه خبریالان او شنونکي هارون رشيد او عقیل یوسفزی دي. هغوی پر دې خبرې کړې چې په پاکستان کې حالات کومې خواته روان دي او د امن سمولو لپاره څه کيدلی شي؟

افغانستان کې معلولې نجونې هم له زده‌کړو بې برخې شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په بياځلي واکمنۍ کې د نورو نجونو په څېر معلولې نجونې هم له زده‌کړې بې برخې شوي دي. په کابل کې د نابینایانو د انستیټوټ يوه زده کوونکې، چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي: "موږ هلته د قرانکریم او نورو اسلامي مضامینو په حفظ بوخت وو او د دولسم ټولکي له فراغت وروسته به زموږ ټول قران کریم حفظ کېده." دا زده کوونکې وايي، دوی به د مسلکي او تخنیکي ادارې په چوکاټ کې جوړو شویو ښوونځیو او انسټیټیوټونو کې اسلامي، عمومي او حرفه‌وي زده کړې کولې خو اوس له ټولو دې زده‌کړو بې برخې دي. Читать дальше...

د اوکراين په 'ماکيفکا ښارګوټي' کې لسګونه روسي پوځيان څنګه ووژل شول؟

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په ماکیفکا ښارګوټي کې د ګڼو روسیي پوځیانو تر وژلو وروسته دا سوالونه پيدا شوې دي چې دومره ګڼ پوځیان څرنګه یو ځای وژل شوي دي. په دې ښارګوټي کې اوکراین د نژدې پنځه سوه روسي سرتېرو د وژلو یا ټپي کېدو ادعا کوي، روسیې وړمه ورځ تلفات دري شپېته یاد کړي و، خو تازه یې ویلي دي چې نهه اتیا سرتېري یې یو ځای وژل شوي دي. د روسیې د سامارا سیمې اوسېدونکي پرون د هغو سرتېرو د ویر په مراسمو کې راغونډ شوي وو چې د اوکرایني ځواکونو په تر ټولو خونړي برید کې روانه اوونۍ ووژل شول. ماسکو خپل پوځیان ملامته... Читать дальше...

ايمنسټي انټرنېشنل د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې په ګوادر کې انټرنيټ بحال کړي

Mashaalradio.com 

د بشري حقونو نړيوالې ادارې، بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د بلوچستان په ګوادر کې بند کړی انټرنيټ دې سمدستي بیا بحال کړي. ايمنسټي انټرنېشنل د جنورۍ پر درېيمه پر ټویټر ليکلي چې انټرنيټ د دیسمبر پر ۲۸ د حق دو تحريک لخوا پيل شويو مظاهرو د مخنيوي لپاره د لګول شوي بیړني حالت د عملي‌کولو لپاره تړل شوی وو. د دې ادرې په خبره د انټرنيټ ځنډول غيرضروري، نامناسب او له بشري حقونو سرغړونه ده. ايمنسټي انټرنېشنل وړاندې ويلي‌ چې د انټرنيټ بندولو له وجې خلکو ته په راشه درشه، د معلوماتو لاس ته راوړلو او په اړیکو کې ستونزې پیدا شوي. Читать дальше...

امريکا: د طالبانو له لوري پر ښځو د کاري بنديز حکم څېړو

Pa.azadiradio.com 

له زده‌کړو او کاره د نجونو او ښځو د راګرځولو په اړه د غبرګونونو په دوام، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو په کار د بندیز حکم څېړي. د دې وزارت ویاند نېډ پرایس په یو خبري کنفرانس کې وویل: "موږ د دې حکم اغېزې څېړو. له افغانستان سره د ستر بشري مرسته کوونکي هېواد په توګه موږ پر داسې لارو چارو غور کوو چې پر مټ یې وکولی شو یو پیاوړی او اصولي دریځ خپل کړو. په ورته وخت کې هڅه کوو چې د طالبانو له لوري په دې ناوړه رامنځته شوي چاپیریال کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو مخه... Читать дальше...

د خوست په موساخېلو کې ځوانانو کتابتون پرانیست

Mashaalradio.com 

د افغانستان د خوست د موسی خېلو په لیرې پرته ولسوالۍ کې یو شمېر فرهنګپالو مدني فعالانو د ځايي خلکو او ځوانانو لپاره عامه کتابتون پرانیست. په دې نوي عامه کتابتون کې چې د کتاب علمي بهیر په نووښت جوړ شو، د اوس لپاره یو نیم زر عنوانه بیلابیل ټولنیز، ساینسي، تاریخي او کلتوري کتابونه همدارنګه د یو شمېر مشهورو شاعرانو شعري ټولګې په کې دي. د کتاب علمي بهیر غړي نوبهار فتح زوی مشال راډیو ته وویل، دا کتابونه يې د خلکو په مالي بسپنه اخیستي او ځینې کتابونه يې له یو شمېر لوستو کسانو چې په کورونو کې ورسره اظافه وو، راټول کړي دي. Читать дальше...

په کراچي کې بندي افغانان په څه حال دي؟

Mashaalradio.com 

په دې ورستیو کې په کراچۍ ښار کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ افغان کډوال نیول شوي او زنداني شوي دي چې پکې ۱۲۹ مېرمنې او ۱۷۸ ماشومان دي. پر دوی تور دی چې پاکستان ته د اخلېدو قانوني اسناد نه لري. د زندان چارواکي وايي تمه ده چې د جنورۍ په اوله اوونۍ کې لسګونه افغان مېرمنې او د هغوی بچي خوشي او افغانستان ته ستانه کړل شي. بلخوا د سیند صوبې چارواکو په دې ورستیو کې مشال رېډیو ته ویلي چې د کراچۍ ښار په شمول د صوبې په ټولو برخو کې قانوني اسناد نه لرونکي بهرنیان نیسي او خپلو هېوادونو ته یې ستنوي. په دې هکله نور حال د... Читать дальше...

بايډن راتلونکې اوونۍ جاپان ته سفر کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن به راروانه اوونۍ د جاپان د صدراعظم فومیو کیشیدا کوربه وي. سپینې ماڼۍ پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړه مشران به د خپلو حکومتونو، اقتصادونو او خلکو د اړیکو پر لا پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړي. اعلامیه زیاتوي، چې دواړه مشران به د اقلیمي بدلون په وړاندې پر مبارزه او د شمالي کوریا او چین پر امنیتي مسایلو، دغه راز پر اوکراین د روسیې د یرغل په باب هم بحث وکړي. جاپان تېره میاشت په خپله دفاعي پالیسۍ کې اساسي بدلونونه تصویب کړل، چې د بودجې د پام وړ زیاتوالی... Читать дальше...

روسيې اوکراین کې د وژل شويو سرتېرو لپاره د وير مراسم نيولي وو

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په سامارا سیمه کې ځايي اوسېدونکي پرون د هغو محلي سرتېرو د ویر لپاره راټول شوي وو، چې په اوکراین کې وژل شوي وو. دغه سرتېري تر ټولو خونړۍ دفاعي حملو کې وژل شوي، چې مسکو یې ملامتي پر خپلو سرتېرو اچولې او وايي دوی خپل ټلیفونونه کارول، چې ښايي اوکراین یې په مرسته د دوی د ځای په تثبیت کې کار اخیستی وي. د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شنبه ۸۹ تنه روسي سرتېري هغه وخت ووژل شول، چې اوکراین په دونیڅک سیمه کې د مسکو تر کنټرول لاندې میکایفکا ښارګوټي باندې د توپونو حملې وکړې. د اوکراین پوځ بیا ادعا... Читать дальше...

د ارزګان په 'خاص ارزګان' ولسوالۍ کې لس محلي ټولګي سوځول شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د خاص ارزګان ولسوالۍ يوه قومي مخور د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل، دغه ټولګي د دې ولسوالۍ په کوتزي، نکروز، چهار اسياب او شېخه کليو کې د شپې له‌خوا د نامعلومو کسانو له خوا سوځول شوي دي. دغه قومي مخور ويلي، دا محلي ټولګي چې د CIC موسسې له‌خوا يې ملاتړ کېده، د خلکو په شخصي مېلمستونو کې جوړ شوي وو چې ګڼو ماشومانو زده‌کړې په‌کې کولې. د سيمې يو شمېر نورو خلکو هم د لسو محلي ټولګيو سوځول تأييد کړي دي. ازادي راډيو په دې اړه د طالبانو د سيمه‌ييزو چارواکو سره اړيکه نيولې خو هغوی په دې اړه څه‌ نه‌دي ويلي. Читать дальше...

طالبانو په کندهار کې د ښځو یوازینی سوداګریز مارکېټ تړلی دی

Pa.azadiradio.com 

دغه سوداګریز مارکېټ چې تر ډېره د ښځو د لاسي صنایعو اړوند توکیو ته ځانګړی و، ټولې چارې يې د ښځو له‌خوا مخته وړل کېدلې او پېریدونکې یې هم یوازې مېرمنې وې. هغه مېرمنې چې په دې مارکیټ کې بوختې وې دا د اندېښنې وړ پرېکړه بولي او وايي چې، دوی خپلو کورنیو ته حلاله نفقه برابروله چې اوس ټولې بې‌کاره او پر کور کښېناستلې. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هرات کې د نوروز راډيو وياند خالد قادري د طالبانو له بنده خوشې شو

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د نوروز په نوم د پخوانۍ سیمه‌ییزې راډیو ویاند خالد قادري له بنده خوشې شو. د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه بیان کې لیکلي دي چې، د هرات محکمې ښاغلی قادري په خواله رسنیو کې د انتقادي لیکنې له امله په یوه کال بند محکوم کړی و چې د سې‌شنبې په ورځ یې له زندانه ازاد کړ. قادري نژدې دوې میاشتې د طالبانو په بند کې تېرې کړې.

فران ايکويزا: په مؤسسو کې د ښځو پر کار بنديز به د افغانستان لپاره زيانمن وي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مرستیال فران ایکویزا وایي، په مرستندویه ادارو کې د ښځو د کار ممانعت به د افغانستان لپاره په اوږدمهاله کې ویجاړونکی وي. یوناما په فېسبوک کې لیکلي دي چې، ښاغلي ایکویزا دا خبرې پرون سې‌شنبې د طالبانو د بېړنیو چارو د وزارت له سرپرست محمد عباس اخند سره په کابل کې د لیدو پر مهال وکړې. د طالبانو حکومت د ډسمبر په څلرویشتمه په غیردولتي بهرنیو او کورنیو موسسو کې ښځې له کاره منع کړې او ویې ویل چې اکثر ښځې چې په دې موسسو کې کار کوي اسلامي حجاب نه مراعاتوي. ګڼو... Читать дальше...

غور کې د نجونو د زده‌کړو د بندېدو په اعتراض کې يو ځوان په دوه مياشتې بند محکوم شوی

Pa.azadiradio.com 

په غور کې یو ځوان د دې لپاره په دوه میاشتې بند محکوم شوی دی، چې د طالبانو له لوري یې د نجونو د زده‌کړو پر بندېدو اعتراض کړی و. یوې سرچینې چې له طالبانو څخه یې د ویرې له امله د خپل نوم له یادېدو ډډه کوله ازادي راډیو ته وویل، چې احمد مجیدي یوه اوونۍ مخکې په خپل فېسبوک کې د طالبانو له لورې د نجونو د زده کړو پر بندیز انتقاد کړی و، چې بیا طالبانو ونیو او پرون یې په دوه میاشتو بند محکوم کړ. احمد مجیدي د غور د مرغاب ولسوالي اوسېدونکی دی.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *