سریلانکا له هند دویمه شل اوریزه لوبه وګټله
د کوربه هندوستان او سریلانکا ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه د ۱۶ منډو په توپیر د سریلانکا په ګټه تمامه شوه. سریلانکا په ۲۰ اورونو کې هند ته د ۲۰۷ منډو هدف ورکړی و، خو هند ۱۹۰ منډې وکړې. د سریلانکا لوبډلمشر شناکا چې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو، د دې هېواد لومړنی لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې په ۲۰ توپونو نیمه سلیزه وهي. همدارنګه کوشال مینډس هم نیمه سلیزه ووهله. د هند لپاره د لومړۍ شل اوریزې لوبې غوره لوبغاړي شېوام ماوي نن په ۴ اورونو کې ۵۳ منډې ورکړې، خو په توپ وهنه کې یې چټکې ۲۶ منډې وکړې. Читать дальше...