smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

Новости за 12.01.2023

رضاکاره ځوانان چې له بې‌وزلۍ سره مبارزه کوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یو شمېر ځوانانو له اړمنو سره د مرستې په موخه د مرستو را ټولولو کمپاین پيل کړی دی. دغه رضاکاره ځوانان وايي، چې په وروستي اقدام کې يې تر ۲۵۰ پر ډېرو کورنيو د ډبرو سکاره وېشلي دي.

ازادي راډيويي مجله؛ د پوهاند حسن کاکړ شپږم تلين

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د انلاين کتابتونو مروجېدل او ترې استفاده، نورستان کې پر باغونو د ناغو لرغونی دود، غزني کې له کوره د مسافرو د رخصتولو دودونه، شعر، کيسه او نور مطالب! ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي په‌کې هنري، ادبي، فرهنګي او ټولنيز مطالب راټوليږي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

د غبرګونو دوام؛ راشدخان: نه‌غواړم 'بیګ بیش' لیګ کې په لوبېدو خلک ناراحته کړم

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا کرېکټ ادارې د وروستۍ پرېکړې د غبرګونونو په دوام ګڼ شمېر افغان لوبغاړو پر خپلو ټولنیزو پاڼو خپګان ښودلی دی. د افغانستان د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان ویلي دي چې، افغانستان په کرېکټ کې ډېر بریالی مزل کړی دی او د اسټرالیا دا ډول پرېکړې به یې بېرته شاته بوځي. هغه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي: "که له افغانستان سره لوبه کول د استرالیا لپاره دومره نا راحت کوونکي وي،‌ زه هم نه‌غواړم چې په بيګ بيش کې په خپل موجودیت او هلته لوبو کولو باندې خلک ناراحت کړم. زه به په دې اړه جدي‌ فکر وکړم. Читать дальше...

اسټرالیا له افغانستان سره لوبې نه کوي

Pa.azadiradio.com 

اسټرالیا له افغانستان سره خپلې ۳ یو ورځنۍ لوبې لغوه کړې. کرکټ اسټرالیا وايي دا پرېکړه یې د افغان ښځو او نجونو د کار او تعلیم پر سر د طالبانو د بندیز په غبرګون کړې. د دې پرېکړې د عواقبو په تړاو فریدې سیال د کرکټ بورډ له پخواني اجرایوي رییس شفیق ستانکزي سره مرکه کړې ده

شانزه عليخان خان وايي له سندرې پرته ژوند نيمګړی دی

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمنه د پېښور يوه سندرغاړې شانزه عليخان ده. نوموړې له ۲۰۱۶ز کال راهيسې سندرې وايي او په خبره يې چې تر اوسه يې پر خپل يوټیوب چېنل شاوخوا ۲۰ سندرې خپرې کړې دي. هغه په انګرېزي ادبياتو کې ماسټري لري او وايي چې صوفيانه شعرونه يې زيات خوښېږي. په خپرونه کې د شانزې عليخان د ژوند او هنر په اړه د دې خبرې او ځينې سندرې يې اورېدای شئ.

د بشري حقونو د څار سازمان کلني راپور کې د افغانستان په اړه څه ويل شوي؟

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان، د ۲۰۲۲ کال په کلني راپور کې ویلي، چې طالبانو د پخواني حکومت چارواکي او د امنیتي ځواکونو کارکوونکي وژلي او یا یې هم نادرکه کړي دي. د دغه راپور پر بنسټ، طالبانو خلک د داعش ډلې د خراسان څانګې د غړیتوب په تور په صحرايي محکمه کې اعدام کړي دي. د بشري حقونو د څارن سازمان په راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو ویل شوي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا (یوناما) د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې یو راپور خپور کړ، چې په‌کې د طالبانو د ځواکونو له‌خوا د خلکو د وژلو یا... Читать дальше...

د ايمرجنسي روغتون راپور: په ۲۰۲۲ کې ياد روغتون کابل کې د نږدې ۱۳ زره ټپيانو درملنه کړې

Pa.azadiradio.com 

ایمرجنسي روغتون وايي، په ۲۰۲۲ کال کې یې په کابل کې د شاوخوا ۱۳ زره ټپیانو درملنه کړې، چې ۹۹ سلنه یې په جګړو او چاودنو کې ټپیان شوي و. فاطمه د کابل په لوېديځ کې د میزان په اتمه په کاج ښوونيز مرکز بريد کې ټپي شوې او په ايمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې وه. نوموړې چې د دغه مرکز زده کوونکې وه، ازادي راډيو ته یې وویل، چې په برید کې يې د بدن ډېره برخه ټپي شوې وه. نوموړې وويل: "زه یوه له هغو ټپیانو څخه یم چې ایمرجنسي روغتون ته بېول شوې وم، ما دوه عملیاتونه وکړل. زما پښه، لاس او د سر دوې برخې مې ژوبلې... Читать дальше...

کراچۍ کې د ښځو غورځنګ ۴۵مه کلیزه لمانځل کېږي

Mashaalradio.com 

د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د ښځو د حقونو د غورځنګ ۴۵مې کلیزې په مناسبت یوه مېله جوړه شوې ده. په مېله کې به د جنورۍ تر ۲۲مې پورې نڅاګانې او د تیېټر (تیاتر) ډرامې وړاندې کېږي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.



افغان کرېکټ بورډ: د اسټرالیا پرېکړه غیر عادلانه او د اندېښنې وړ ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې ویلي دي، چې د اسټرالیا کرېکټ ادارې له لوري وروستۍ پرېکړه عادلانه نه‌ده او دا پرېکړه یې له وخت مخکې بللې ده. اسټرالیا کرېکټ بورډ نن(پنجشنبه) یوه اعلامیه خپره کړه او په‌کې یې ویلي وو چې، له افغانستان سره یې د راتلونکي نړیوال جام سیالیو د سوپر لیګ درې لوبې چې په مارچ کې پلان شوې وې، لغوه کړې. د دوی د اعلامیې له‌مخې چې دا پرېکړه یې د طالبانو له لوري، د ښځو او نجونو پر زده‌کړې او تعلیم د لګول شویو په غبرګون کې کړې ده. د دې پرېکړې په غبرګون کې افغان کرېکټ بورډ ادارې... Читать дальше...

تر نوين‌الحق وروسته د اسټرالیا د پرېکړې په تړاو نجيب ځدران هم غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرېکټ د شل اوریزه لوبډلې مرستیال لوبډلمشر نجیب الله ځدراڼ ویلي دي چې سپورت او سیاست دوه جلا شیان دي او باید یو ځای نه‌شي. وروسته له هغې چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له افغان کرېکټ ملي لوبډلې سره په مارچ میاشت کې د ۳ یو ورځنیو لوبو د نه کولو پرېکړه وکړه، افغان لوبغاړي یې خپه کړي دي. د اسټرالیا کرېکټ بورډ په اعلامیه کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د زده‌کړو بهیر بندېدو له امله دا لوبې نه‌کوي. د دې پرېکړې په غبرګون کې ګڼ شمېر... Читать дальше...

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو ښځې له اساسي حقونو بې‌برخې کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، له هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، دوی داسې قوانین او پالیسۍ تحمیل کړې، چې په پراخه کچه یې ښځې له خپلو اساسی حقونو لکه، زده‌کړې، کار، بیان او سفر له حقه بې‌برخې کړې دي. دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپل کلني راپور په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر وړاندې د سختو دریځو قوانینو پلي کولو د دوی په ټولو حقونو، لکه د ژوند کولو، معیشت، سر پناه، روغتیايي خدمتونو ته لاس‌رسي، خوړو او اوبو باندې اغېز کړی. Читать дальше...

د کابل په پروني خونړي بريد کې د مور يوازينی زوی جبران هم وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

پرون چهارشنبه مازدیګر په کابل کې د بهرنیو چارو د وزارت په بهرنۍ دروازه کې د کارکونکو د رخصتۍ پر مهال خونړی انتحاري بريد وشو. په پرونۍ انتحاري حمله کې د وژل شوي جبران اوښی امید وايي، جبران د مور یوازینی زوی او د خپلې اته کسیزې کورنۍ یوازنی ډودۍ ګټونکی و. امید ازادي راډیو ته وویل، چې اوښی یې د رخصتۍ پر مهال دوادزي مارکېټ خوا ته په خپل موټر پسې روان و، چې په انتحاري برید کې ووژل شو. نوموړی وايي: "د بهرنیو چارو له وزارت څخه وتلی و، غوښتل یې چې د داود زی مارکېټ خواته خپل موټر ته ورشي، د ټکنالوجۍ... Читать дальше...

له قدرت الله درمان سره د هغه پر ژوند او کار خبرې

Mashaalradio.com 

قدرت الله درمان د افغانستان د خوست سیمې خوږ ژبی شاعر دی. نوموړی پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د هېواد پرېښودو ته اړ شو او اوسمهال په امریکا کې ژوند کوي. موږ په مشال راډیويي مجله کې له نوموړي سره غږېدلي یو. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

نوین الحق: بیګ باش سیالیو کې ګډون نه کووم

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرېکټ د ملي ټیم لوبغاړي نوین الحق ویلي د اسټرالیا په شل اووریز تجارتي لیګ بېګ باش کې ګډون نه کوي. هغه په خپل ټوېټر لیکلي دا پرېکړه یې د اسټرالیا د کرېکټ بورډ د وروستي اعلان په غبرګون کړې چې له افغانستان سره یې درې یو ورځنۍ لوبې لغوه کړي. نوین الحق د اسټرالیا د کرېکټ بورډ پرېکړه «ماشومانه» بللې او ویلي یې دي چې د کرېکټ د ملاتړ پر ځای د افغانانو یواځینۍ خوښي هم ترې اخلي. نوین الحق د بېګ باش لیګ په سیډني سکسرز لوبډله کې شامل شوی و. د اسټرالیا کرېکټ بورډ نن وختي اعلان وکړ چې په... Читать дальше...

د کابل چاودنه کې د مرګژوبلې په اړه ضد و نقیض معلومات ورکول کېږي

Mashaalradio.com 

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته په چاودنه کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د فرانسې خبري اژانس په پېښه کې د ۲۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي خو د طالبانو حکومت یوازې د پینځو کسانو مړینه تاییدوي. اژانس دا هم وايي چې د پېښې پر مهال په وزارت کې له طالب چارواکو سره د یو چینایي پلاوي ملاقات هم متوقع وو. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

طالبانو هرات کې د درې ایراني انجينرانو او ۵ طالب عسکرو د ژغورنې خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو دفاع وزارت وايي درې ایراني انجینران او پنځه طالب عسکر یې ژغورلي چې د هرات په یوې لرې پرتې سیمه کې په واورو کې ایسار پاتې وو. دغه وزارت په خپل ټوېټر په دې اړه یو بیان او یوه ویډیو خپره کړې ده. په بیان کې راغلي چې، دا درې ایراني انجینران د هرات – خواف د ریل پټلۍ د تخنیکي ارزونې لپاره هرات ته دننه شوي وو خو د سختو واورو له امله په دشت شمتیغ سیمه کې بند پاتې وو. دفاع وزارت ویلي چې دا درې ایراني انجینران او پنځه طالب عسکر د هوايي ځواکونو له خوا وژغورل شول او صحت یې ښه دی.

د پنجاب اسمبلۍ سپیکر وايي اعلاوزیر پروېز الهي د باور رایه ترلاسه کړې ده

Mashaalradio.com 

د بې باورۍ پر تحریک د رایې اچونې لپاره غونډه د جنورۍ پر ۱۱مه ماښام پینځه بجې پیل شوه خو د حکومت او مخالفه ډلو ترمینځ د ناندریو له وجې قرارداد وړاندې نه شو. خو شپې ناوخته له نوې اجنډې سره د ووټونو په اړه کاروايي پیل شوه خو د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ مخالفه ډلو له بهیره پرېکون (بایکاټ) وکړ.

په چادرۍ کې پټې افغانې ورزشکارانې؛ د طالبانو د ګواښونو منځ کې د افغان ښځينه ورزشکارانو انځورونه

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو په ورځني ژوند کې د محدوديتونو د ټينګولو لپاره د کمپاين د يوې برخې په توګه ښځې له هر ډول ورزش کولو منع کړې.

سرچینه: د کابل برید کې د بهرنیو چارو وزارت ۱۶ کارکوونکي وژل شوي

Mashaalradio.com 

د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته د حملې ذمه واري منلې ده. رویټرز اژانس او سي بي سي نیوز ته سرچینو ویلي، یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل بهرنیو چارو وزارت ته ننوځي، خو مخه یې ونیول شوه او د وزارت مخې ته یې په ځان پورې تړلي بارود وچوول.

کابل کې په پروني خونړي بريد کې د بهرنيو چارو وزارت څومره کارکوونکي وژل شوي؟

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مخته د تېرې ورځې د شوې انتحاري حملې د تلفاتو د شمېر په اړه لا هم ضد او نقیض راپورونه خپریږي. د پېښې له سیمې په بېلابېلو عکسونو کې لږ تر لږه د نهه کسانو جسدونه ښکاري چې په ځمکه پراته دي. رویټرز خبري اژانس د ځینو طالب سرچینو له قوله په دې پېښه کې د شلو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی، خو په رسمي ډول د طالبانو امنیتي چارواکو په دې پېښه کې د پنځه کسانو وژل کېدل او یو شمېر نورو ټپي کېدل تاييد کړي دي. په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت یوې ډیپلوماټیکې سرچیني چې... Читать дальше...

د بشري حقونو اجرايوي مشره: د تېر کال بشري کړاونو نوي فرصتونه ايجاد کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څارسازمان اجرایوي ریسه تیرانا حسن وایي، که څه هم په تېر۲۰۲۲ کال کې د بشري حقونو بحرانونه د انساني کړاونو سبب شوي خو د بشري حقونو په برخه کې یې نړیوال مشرتابه ته نوي فرصتونه هم ایجاد کړي دي. هغې دا خبره په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په نوي راپور کې چې نن پنجشنبې یې خپور کړی کړې ده. هغې ویلي، دې ته په پام چې په نړۍ کې د قدرت انډول بدل شوی، نور د ځمکې د کرې په شمالي برخه کې د ګوتې په شمار دولتونو باندې اتکا نه‌شي کېدای چې د بشري حقونو دفاع وکړي. مېرمن حسن ویلي، ټولو، لویو... Читать дальше...

اسټراليا له افغانستان سره د کرېکټ د يو ورځنيو لوبو سيالي لغوه کړې ده

Pa.azadiradio.com 

د استرالیا کرېکټ بورډ نن اعلان وکړ چې، د طالبانو له لوري، د ښځو او نجونو پر زده‌کړې او تعلیم د لګول شویو بندیزونو له امله یې د افغانستان له کرېکټ لوبډلې سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ چې ټاکل شوې وه په مارچ میاشت کې ترسره شي، لغوه کړې ده. دغه بورډ په یوه بیان کې ویلي چې، د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د ښځو او نارینه‌و لپاره د لوبې د ودې ملاتړ ته ژمن دی او په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د ښو شرایطو په تمه به د د دې هېواد له کرېکټ بورډ سره همکارۍ ته دوام ورکړي. د استرالیا کرېکټ بورډ دغه راز... Читать дальше...

امریکا کې د اوبو له سطحې پورته حرکت کوونکې کښتۍ جوړه شوې ده

Mashaalradio.com 

په امریکا کې یوه سویډني شرکت په برېښنا چلېدونکې داسې کښتۍ جوړه کړې ده چې د اوبو له سطحې پورته حرکت کوي او همدا لامل دی چې ورته یې د الوتونکې کښتۍ نوم ورکړی دی. هغه کښتۍ د شاوخوا دوه نیمو ګېنټو لپاره تر ۲۳ میله في ساعت پورې رفتار لري. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

تېر کال جرمني کې له ۲۱۷زره ډېرو کسانو د پناه اخيستو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

په جرمني کې تېر۲۰۲۲ کال له ۲۱۷ زره زیاتو کسانود پناه اخیستو غوښتنه کړې ده. د جرمني د کډوالو د چارو فدرالي ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي، چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې دا له جرمني د پنا غوښتونکو تر ټولو لوړه شمېره ده. د ۲۰۲۱ کال په پرتله د پناه اخیستونکو شمېر نژدې ۴۷ سلنه زیات ښودل شوی دی. د دغې ادارې په وینا تېر کال جرمني ته د ورغلو کډوالو اکثریت یې د افغانستان، سوریې، ترکیې او عراق اتباع دي. پر دې سربېره تېر کال جرمني په خپله خاوره کې د اوکراین له جګړې تښتېدلو شاوخوا یو ملیون کډوالو ته هم پناه... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *