smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

Новости за 17.01.2023

د روغتيا نړيوال سازمان: نيم ميليون افغانان له روغتيايي خدماتو بې‌برخې شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړيوال سازمان ویلي، د تېر میلادي کال د ډېسمبر په ۲۸مه د دې سازمان د ارزونو پر بنسټ په نا دولتي موسسو کې د ښځو پر کار له بندیز لګولو سره د ۲۲۶ ګرځنده ټیمونو په ګډون ۲۸۸ روغتیايي مرکزونو خپل فعالېتونه په افغانستان کې درولي یا یې کم کړي دي.

د پکتيکا زلزله‌ځپلي: روغتيايي اسانتياوې نه‌لرو

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا د ګیانې زلزله‌ځپلې سیمې اوسېدونکي وايي، چې دوی لپاره لازمې روغتیايي اسانتیاوې نه‌شته. دوی زیاتوي، د سړې هوا له کبله يې سپین سرې او ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته شوي او په دې ځای کې د مړینې کچه لوړه شوې ده. د ګیانې ډېری زلزله‌ځپلي، چې د تېر کال په جون میاشت کې يې کورونه یوې سختې زلزلې ویجاړ او زیانمن کړل، په روان ژمي کې چې ځمکه واورو پوښلې په خېمو او کېندل شویو ځایونو کې اوسیږي. نن د جنوري په ۱۷مه د ګیانې اوسېدونکي مجیب الرحمان ازادي راډیو ته وویل، په سږني ژمي کې د دوی د ولسوالۍ د خلکو ستونزې ډېرې شوې دي. Читать дальше...

د لطیف اپرېدي مبارزه، وژنه او په پښتنه سیمه کې بې امني

Mashaalradio.com 

نومومیالی قانون پوه او پښتون ملتپاله سیاستوال، عبدالطیف اپرېدي د پښتنو د قانوني او سیاسي حقونو د خوندي کولو لپاره له تېرو پينځه لسیزو راهیسې مبارزه کړې وه. هغه د سیاسي مبارزې پر مهال د بند له سختیو هم راتیر شوی وو. د کرښې پر غاړه خپرونه کې د اپرېدي پر مبارزه او په پښتنه سیمه کې پر روانې ناامنۍ بحث شوی دی. شاهين بونیری یې کوربه دی.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د پوهنتونونو پر تحصيلي نصاب بيا کتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د افغانستان په پوهنتونو کې د تحصیلي نصاب د بیا کتنې خبر ورکوي. په هغه اعلامیه کې، چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز لپه وېب پاڼه کې خپره شوې راغلي؛ د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت هڅه کوي، له نړیوالو علمي معیارونو او له دیني او ملي ارزښتونو سره سم یو واحد تحصیلي نظام جوړ کړي. په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې تر اوسه د ژورنالېزم او ټولنیزو علومو د پوهنځیو د نصابونو بیا کتنه شوې. خو د پوهنتون ځینې استادان وایي، تر اوسه چې د طالبانو له‌خوا... Читать дальше...

د خلکو تر غبرګون وروسته، د اوکراين د جمهوري رياست يوه سلاکار استعفا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين د جمهوري رياست يوه سلاکار استعفا کړې. ياد سلاکار نن وروسته له هغه استعفا وکړه چې د اوکراین په ختیځ دنیپرو ښار کې د استوګنې پر یوې ودانۍ د روسیې د خونړي توغندويي برید په اړه څرګندونو یې خلک په غوسه کړل. اولیکسي ارستوویچ درې ورځې مخکې پر خپله یوټیوب چینل وویل، ښايي پر دې ودانۍ لګېدلی روسی توغندی، د اوکراین په دافع هوا راکټ لګېدلی وي. روسي رسنیو د ارستوویچ له دې وینا څخه ډېره استفاده وکړه چې د اوکراین خلک یې په غوسه کړل. د شنبې ورځې په دې برید کې تر ۴۰ پورې کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.

موسيقۍ ته په ورته شعرونو د طالبانو بنديز؛ يو شمېر فرهنګيانو يې په اړه غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په خپل یوه مکتوب کې چې تازه رسنیو خپور کړی، په هغو شعرونو یې په‌کې بندیز لګولی چې له موسیقي سره یې شباهت پیدا کېږي. یو شمېر شاعران او فرهنګیان دې مکتوب ته په غبرګون کې وايي، چې دا پرېکړه د طالبانو له‌خوا د ادبیاتو د سانسور پیل دی. شاعر، لیکوال او کره کتونکی نجیب الله منلی وايي، دا چې ټول شعرونه موزون دي او سندریز کېدلای شي، له دې امله د دې مکتوب عملي کېدل ناممکن دي. ښاغلی منلی وايي: "د مکتوب متن ته که وګورو، ټوله شاعري په دې اساس ممنوع... Читать дальше...

کابل کې يوې نجلۍ له زده‌کړو د بې برخې نجونو لپاره کورنی ښوونځی جوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یوې نجلۍ د یو شمېر نورو نجونو په مرسته له زده‌کړو د بې برخې نجونو لپاره یو کورنی ښوونځی جوړ کړی دی.  قدریه رضايي د کابل په يوه کور کې له زده‌کړو د بې برخې نجونو ته درس ورکوي. دغه مېرمن وايي، وروسته له هغه چې د طالبانو د حکومت له‌خوا له شپږم ټولګي پورته پر نجونو زده کړې بندې شوې او دغه شان کورسونو او پوهنتونونو ته یې په تګ بندیز ولګېدو له يو شمېر نورو نجونو سره يې د "ایستاده ګي برای تحصیل" په نوم د کابل په لوېدیځ کې دا ښوونځی جوړ کړ، ترڅو په خبره یې له زده کړو بې برخې نجونې په‌کې درس ووايي. Читать дальше...

ايران کې د ټولنيزو شبکو مشهوره څېره 'نواب ابراهيمي' له زندانه خوشې شو

Pa.azadiradio.com 

د ایران د ټولنیزو شبکو مشهوره څېره نواب ابراهیمي چې د ایراني خوړو په اړه ویډیوګانې جوړوي او انسټاګرام پاڼه یې ۲،۷ میلیون مینه‌وال لري، په ضمانت له زندانه خوشې شوی. ابراهیمي د روانې میاشتې په پیل کې د حکومت پر ضد د اعتراضونو د ځپلو پر مهال نیول شوی و. د ایران د مخالفو فعالانو خبري اژانس هرانا نن راپور ورکړ چې که څه هم ابراهیمي په ضمانت خوشې شوی دی، خو معلومه نه‌ده چې په کوم تور نیول شوی و. د ایران د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې پېغلې مهسا امیني له مړینې وروسته، ایراني چارواکو په دې هېواد کې د حکومت پر ضد د خلکو هر راز اعتراضونه ځپلي دي.



لطیف اپرېدی د خپل مبارز ژوند کيسې کوي

Mashaalradio.com 

لطیف اپرېدی چې په لطیف لالا مشهور وو په ۱۹۴۲ز کال کې د خیبر ضلعې د تیرا میدان په قمبرخېلو کې زېږېدلی وو خو له لومړنیو څخه یې تر پوهنتونه ټولې زده کړې په پېښور کې کړې وې. هغه د جنورۍ پر ۱۶مه په پېښور کې په ډزو ووژل شو. هغه د عوامي نېشنل ګوند يو مهم مشر پاتې شو او په دې وروستيو کې یې د ملي جمهوري غورځنګ په بنسټ ايښودو کې مرکزي کردار دلود. د دې تر څنګ نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ د بندي غړيو مقدمې هم کړې او ځيني یې له زندانونو خوشې کړي دي. د نوموړي په جنازه کې ګډون کوونکو د نوموړي وژنه، د مظلومو خلک لپاره د غږ بندیدلي بللي دي. Читать дальше...

طالبانو کندهار کې ۹ کسان په دُرو وهلي دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په کندهار ولایت کې ۹ مجرمانو ته تعزیري سزاګانې ورکړې. په یو بیان کې چې د طالبانو د حکومت سترې محکمې خپور کړی، ویل شوي چې نن د کندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي کې ۹ مجرمانو ته د لواطت او غلا لپاره تعزیري سزاګانې ورکړل شوې. د کندهار د والي ویاند حاجي زید پر ټویټر لیکلي، چې مجرمان په درو ووهل شول. طالبانو د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال د غلا لپاره د لاس پرې کولو او د لواطت او زنا لپاره تر مرګ پورې سزاګانې ورکولې. طالبانو نژدې یو نیم کال مخکې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته یو ځل بیا... Читать дальше...

ځينې کارپوهان: د پخوانيو چارواکو له‌خوا سياسي جريانونه رامنځته کول بې‌پايلې دي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له دې چې د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل د (د افغانستان د ازادۍ ملي ګوند) په نوم د یوه نوي سیاسي جریان د جوړېدو خبر ورکړ، د سیاسي چارو ځینې پوهان وایي، چې تر اوسه د دغو ګوندونو جوړېدل ګټور نه‌دي تمام شوي. د سیاسي چارو پوه داود مایار د شنبې په ورځ د ښاغلي نبیل له‌خوا د نوي ګوند د جوړېدو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "په دې ورستیو کې داسې ډېرو نورو جریانونو هم د خپل شتون خبر ورکړی، خو موږ د وخت په تېرېدو سره ولیدل چې چندانې ښه نتیجه یې ورنه کړه، خو ښاغلی نبیل دې د افغانستان له اوسني وضیعت... Читать дальше...

په خوست کې وزیرستاني کډوال وايي ۱۲ سوه کورنۍ یې له نغدو مرستو پاتې دي

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې " یو این ایچ سي ار " لخوا د ژمنیو توکو د رانیولو لپاره د مرستو په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته ۲۷۵ ډالر ورکول کیږي چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا شاوخوا دولس سوه کورنۍ له دې مرستو بې برخې پاتې شوي دي.

د تېر نظام د ولسي جرګې ښځينه وکيلانو کاناډا کې د پناه ورکولو د غوښتنې هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

په خیبر پښتونخوا کې مېشته د تېر جمهوري نظام په ولسي جرګې کې د ننګرهار ولایت د خلکو پخوانۍ استازې سایمه خوږیاڼۍ افغانستان کې د ټولو مېرمنو په ځانګړي ډول د ښځينه وکيلانو په اړه اندېښمنه ده. دا اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوي، چې د تېرې یکشنبې په شپه د کابل په احمدشاه مېنه کې د جمهوري نظام پر مهال په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو پخوانۍ استازې مرسل نبي‌زاده له خپل یوه ساتونکي سره د نامعلومه کسانو له‌خوا ووژل شوه، او ورور یې ټپي شو. له دې پېښې وروسته پرون د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د کاناډا یو شمېر معتبرو... Читать дальше...

په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ په اړه په کراچۍ کې سیمینار شوی

Mashaalradio.com 

د جنورۍ پر ۱۶مه شوي دې سیمینار ته له خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د ملک له بېلا بېلو سیمو د بشري حقونو د کمېشن مشرانو او مدني فعالانو په خپلو ويناګانو کې پر حکومت غږ کړی چې په خيبر پښتونخوا کې د امنيت لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د لطیف اپرېدي د جنازې ګډونوالو د هغه وژنه لويه غميزه وبلله

Mashaalradio.com 

د نوميالي‌ وکيل او پښتون ملتپاله سیاستوال، عبدالطیف اپرېدي جنازه د سلګونو کسانو په ګډون د پېښور په باغ ناران کې وشوه. په دې ويډيو کې ګورئ چې غمژن پښتانه مشران د هغه مړينه د مظلوم لپاره د يو رسا غږ خاموشه کېدل بولي. د عوامي‌نېشنل ګوند يو مشر، میا افتخار حسېن پر پښتنو غږ وکړ چې شخصي دښمنۍ ختمې او خپل سرلاري وژغوري. وکيل طارق افغان وويل چې "پنځوس یا سل کاله به نور واخلي چې په پښتنو کې بل لطیف لالا پيدا شي". د جنورۍ پر ۱۷مه شوې، د لطیف اپرېدي چې په لطیف لالا مشهور وو، جنازه کې د بېلا بېلو ګوندونو مشرانو،... Читать дальше...

د افغانستان په روغتیايي سکتور کې د ښځینه کارکوونکو ونډه څومره مهمه ده؟

Pa.azadiradio.com 

پاملرنې موسسې ویلي چې ښځینه کارکوونکې د دې موسسې مهمې چارې پرمخ بیایي او دوی له ښځینه کارکوونکو پرته د مرستو رسونې چارې پرمخ نه شي وړلای. د دغه موسسې په خبره، اړمنو افغانانو ته د مرستې رسونې په برخه کې د ښځینه او نارینه کارکوونکو فعالیتونه یو بل پورې تړلي دي. تازه دغې موسسې اعلان کړی چې د روغتیا او تغذیې په برخه کې خپل ځنډېدلي فعالیتونه له سره پیلوي. زموږ همکار مرسلین ارسلا په همدې اړه د عامې روغتیا وزارت د کتلوي ناروغیو د برخې له پخواني رییس ډاکتر ګلاجان ایوبي، سره مرکه کړې او په سر کې یې... Читать дальше...

په دنیپرو کې د قربانیانو د شمېر زیاتوالی؛ ګوټرېش او سویډن دا پېښه غندلې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پر مرکزي ښار دنیپرو د روسیې د توغندویي برید د قربانیانو شمېر نږدې څلوېښتو کسانو ته رسېدلی دی. په داسې حال کې چې د اوکراین لوېدیځ متحدین په دې خبرې کوي چې ایا اوکراین ته د درنو ټانکونو په څېر د درنو وسلو مرستې ورکړي چې کییف یې د جګړې د لومړۍ کرښې د ماتولو لپاره غوښته کړې ده، د اوکراین پوځ پرون وویل چې ځواکونو یې په ختیځ کې د روسیې تازه بریدونه په شا تمبولي دي. په عین حال کې د اوکراین پوځ وویل، د اوکراین په مرکزي ښار دنیپرو کې د استوګنې پریوې ودانۍ چې شاوخوا ۱۷۰۰ کسان په کې اوسي، د روسیې... Читать дальше...

د پاملرنې نړیواله موسسه په افغانستان کې ځنډېدلي فعالیتونه بېرته پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د پاملرنې نړیواله موسسه په افغانستان خپل ځنډېدلي روغتیايي فعالیتونه بېرته پیلوي. په داسې حال کې چې افغانان تر بل هر وخت زیات په بېلابېلو برخو کې د نړیوالو مرستندویه موسساتو مرستې ته اړتیا لري، د پاملرنې نړیوالې موسسې په دې هېواد کې د روغتیا او تغذیې په برخو کې د خپلو ځنډېدلو فعالیتونو د بیا پیل خبر ورکړ. د پاملرنې نړیوالې موسسې یا CARE INTERNATIONAL په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا له وزارته یې کارځایونو ته د خپلو ښځینه کارکوونکو د خوندي او له محدودیت پرته تګ راتګ په اړه له ډاډ ترلاسه کولو وروسته دا پرېکړه کړې ده. Читать дальше...

په افغانستان کې د بزکشۍ لوبه ګڼ مینه وال لري

Mashaalradio.com 

بزکشي په افغانستان کې ډېر مینه وال لري، دا د هغه هېواد ملي لوبه ده، چې زیاتره لوبغاړي یې په شمالي ولایتونو کې دي. په دې وروستیو ورځو کې په کابل کې د بزکشۍ یوه لوبه هم ترسره شوه. په دې اړه د اسو شیېټېډ اژانس ویډیويي راپور .

۱۰۰ کلن بابا کباب ولې مشهور دی؟

Mashaalradio.com 

په شهباز ګړۍ کې بابا کباب له سلو کلونو ډېره موده وشوه چې خلکو ته چپلي کباب پخوي. کباب پخوونکي وايي پخلی یې ساده خو خوند یې دومره ډېر دی چې هره ورځ ورته په لسګونو خلک ورځي. ځيني ډېر عمر لرونکي خلک په دې ويډيو کې وايي چې زلميان ول، له کلي به په ټانګه کې د دې کباب خوړلو لپاره ورتلل او اوس چې زاړه دي، هم ورځي. د چپلي کباب د خوند راز څه دی؟ په اړه یې ويډيو وګورئ.

د پاملرنې موسسه په افغانستان کې ځنډول شوي فعالیتونه بېرته پيلوي

Pa.azadiradio.com 

د پاملرنې موسسې ویلي چې په افغانستان کې د روغتیا او تغذیې په برخه کې ځنډول شوي فعالیتونه له سره پيلوي. دغه سازمان پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کارونه وروسته تر دې پيلوي چې د طالبانو د حکومت عامې روغتیا وزارت لازم ډاډ ورکړ. دغې موسسې ویلي، دوی ته د طالبانو له خوا ډاډ ورکړل شوی چې ښځینه کارکوونکې یې له کوم محدودیت پرته په خوندي ډول د ټولنې د ملاتړ چارو ته دوام ورکولای شي. د پاملرنې او د ماشومانو د ژغورنې موسسو په ګډون یو شمېر خیریه بنسټونو وروسته تر هغه افغانستان کې خپل فعالیتونه و... Читать дальше...

د کندهار د سپین بولدک ځینې اوسېدونکي: هېڅ ډول خدمات نه لرو

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمو کې یې هېڅ ډول خدمات نه شته. د دغه ولسوالۍ د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، وروستیو جګړو او وچکالیو ډېر ځپلي، خو لا هم په کې د روغتیا، زده کړو، بیارغونې، د اوبو رسولو او نورو برخو خدمات نه شته او یا هم په ډېره کمه اندازه دي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

کرکټ بورډ: له افغانانو د کرکټ خوښي اخیستل په خپله د بشر ضد ګام دی

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د بشر حقونو نړیوال سازمان اړوند د اسټرالیا څانګې د کرکټ له نړیوالې شورا د افغان کرکټ ادارې د غړیتوب د ځنډېدا غوښتنه وکړه، کرکټ بورډ یې په غبرګون کې ویلي چې له افغانانو باید دا خوښي وانخیستل شي. د کرکټ بورډ د رسنیزې څانګې مشر عبدالله خان پکتاني ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې افغان کرکټ د کرکټ نړیوالې شورا یوه ستره لاسته راوړنه ده. ښاغلی پکتانی وړاندې وايي: "دغه حقیقت نړیوال هم مني او افغانستان کرکټ نړۍ ته ډېر لوی نومونه او استعدادونه وړاندې کړي دي، خو دا چې یادې استازې دغه... Читать дальше...

ځینو نړیوالو ورځپاڼو د 'مرسل نبي زاده' وژنې په تړاو لیکنې کړي

Pa.azadiradio.com 

ګلوبل نیوز: د بریتانیا ګلوبل نیوز خپرونې د افغانستان د جمهوري نظام د ولسي جرګې د یوې پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده د وژل کېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده. مرسل نبي زاده روانه اوونۍ د نامعلومو وسله والو له لوري د کابل ښار د دوولسمې حوزې په احمدشاه بابا مېنه کې په خپل کور کې له خپل یوه ساتونکې سره ووژل شوه. هغه د افغانستان په تېر نظام کې د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړې وه او د بشري سرچینو د څېړنو او پراختیا له نادولتي موسسې سره یې همکاري درلوده. نبي زاده په ۲۰۱۹ کال له کابل څخه ولسي جرګې ته غوره شوه... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو سرمنشي د 'مرسل نبي زاده' د وژنې له کبله بوږنېدلی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په کابل کې د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده د وژنې له کبله بوږنېدلی دی. دغه خبره د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیالې سټیفاني ترمبلي کړې ده. د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې ګوټرېش د دغې پېښې په تړاو د بېړنیو، هر اړخیزو او رڼو څېړنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې عاملانو سره باید حساب کتاب وشي. و سله والو کسانو دیکشنبې په ورځ سهار مرسل نبي زاده او د هغې یو ساتونکی په کابل کې د خپل کور دننه ووژل. تراوسه چا د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *