smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

Новости за 26.01.2023

د تيراه ګلاب او د هغه رباب

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی رباب غږوونکی ګلاب اپريدی دی. نوموړی د يوې هنري کورنۍ دی، موده وشوه چې رباب غږوي او نورو ځوانانو ته يې هم ور زده کوي. په خپرونه کې د اپرېدي د ژوند او هنر په اړه د ده د خبرو ترڅنګ په رباب غږولې ځينې نغمې يې هم اورېدای شئ.

بدخشان کې لسګونه قرغزو افغانانو قرغزستان ته د اوښتو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان پولې ته نږدې ځینې قرغز افغانانو ازادي راډیو ته په لېږل شوې ویډیو کې د قرغستان له حکومته هغه هېواد ته د دوی د انتقال په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې. دوی وایي، وروسته له دې چې د طالبانو د حکومت له لورې د تعلیمي مرکزونو دروازې د دوی د لورګانو په مخ وتړل شوې، د دوی اولادونه بې برخلیکه دي نو ځکه غواړي، چې هغه هېواد ته ولاړ شي. افغان قرغز ماژیرایم عبد الجلیل اولو ازادی راډيو ته وویل، نه یوازې لورګانې یې بلکې دو زامن يې هم له زده‌کړو پاتې دي. نوموړي وويل: "زه خپل د ماشومانو د زده‌کړو مسول... Читать дальше...

د مايک پامپيو نوی کتاب؛ د افغانستان تېر جمهوري نظام په‌کې فاسد او د سولې مخالف بلل شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پامپیو په خپل نوي کتاب کې چې د سه‌شنبې په ورځ د «NEVER GIVE AN INCH» خپور شو، په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو او د محمد اشرف غني په مشرۍ د دغه مخکیني جمهوری نظام ته اشاره کړې ده. ښاغلي پامپیو په خپل کتاب کې ویلي، د محمد اشرف غني حکومت فاسد و او زیاته کړې یې ده، چې هغه او په مخکیني جمهوری نظام کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د هغو ډلو مشري کوله چې له افغانستانه یې ملیونونه ډالر غلا کړي دي. په دې کتاب کې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر... Читать дальше...

افغانستان کې سختې يخنۍ تر ۱۵۰ زيات کسان مړه کړي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي سږکال د جنورۍ له ۱۰مې نیټې راهیسې په هغه هېواد کې د ژمي او سختې یخنۍ له مبله تر اوسه ۱۵۸ کسان مړه شوي دي. په افغانستان کې د سختې یخنۍ څپې هغه لسګونه زره افغانان تر ټولو زيات ځپلي چې د جنګونو له وجې لا هم د کډوالۍ ژوند کولو باندې مجبوره دي. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانس له ویډیوګانو راپور وګورئ.

پاکستان ته د ضمير کابلوف سفر؛ د افغانستان پر وضعيت يې خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

کابل او اسلام اباد ته، افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تازه سفرونو او په اړه یې د سیاسي چارو د یو شمېر شنونکو باورونه. ضمیر کابلوف له کابل وروسته اسلام اباد ته په خپل سفر کې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي صادق خان سره لیدلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ ناوخته په یوې خبرپاڼه کې دا خبره کړې ده او زیاته کړې يې ده، چې په دغه لیدنه کې اغلې رباني، ښاغلي کابلوف ته ویلي، چې یو باثباته افغانستان دوی ته مهم دی. Читать дальше...

پر اوکراين د روسيې تازه بريدونه؛ کييف کې خلکو ته مرګ‌‌ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پر پلازمېنې کییف باندې نن سهار یو وار بیا روسي ځواکونو د توغندیزو بریدونو یوه نوې څپه پيل کړه. د اوکراین د پوځي ادارې مشر سرهي پوپکو ویلي چې، روسانو لږ تر لږه پنځلس توغندي توغولي وو چې ګڼ یې د اوکراین له‌خوا په هوا کې شنډ او له‌منځه یوړل شول. په دغو بریدونو کې چې ځینې تاسیسات یې په نښه کړي لږ تر لږه یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو په هولوشییف ښارګوټي کې خلکو ته د مرګ‌ژوبلې د رسېدو خبره تایید کړه او د کییف په اوسېدونکو یې غږ کړی چې په خپلو خوندي پناه ځایونو کې پاتې شي. Читать дальше...

ميدان ورګ کې د سړې هوا له امله يو تن مړ شوی دی

Pa.azadiradio.com 

د دغه ولايت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ويلي، په سيد اباد ولسوالۍ کې يو تن د سړې هوا له امله مړ شوی دی. د يادې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، تېره شپه د سيد اباد ولسوالۍ سلطان خېلو سيمې يو تن اوسېدونکی زربت چې ۴۰کلن دی د يخنۍ له امله مړ شوی دی. خبرپاڼه کې راغلي، ياد کس غزني ولايت ته په سفر و چې خپل ژوند يې له لاسه ورکړی. د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د سړې هوا له امله تر ۱۲۰ د ډېرو کسانو د مړينې راپورونه ورکول شوي دي.

ډبليو‌اف‌پي: افغانستان کې مو ۱۱۵ ګرځنده روغتيايي کلينيکونه تړل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړيوال پروګرام ويلي دي، افغانستان کې د دوی د فعاليتونو د ځنډېدو له امله لسګونه زره ښځې او ماشومان اغېزمن شوي دي. د کابل یوه اوسېدونکې چې نه‌غواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي، له بد اقتصادي وضعيت څخه شکايت کوي. نوموړې ازادي راډيو ته وويل، زامن او لوڼې يې وزګاره دي او باید ژر تر ژره بشري مرستې بېرته پيل شي. نوموړې وايي: "زامن مې کار نه‌لري، لوڼې مې هم په کور ناستې دي، بهرنۍ مرستې یې بندې کړي، په کور کې نه لرګي لرو او نه هم د خوړو له پاره کوم څه. زه خپله ناروغه یم، پیسې نه‌لرو چې ډاکټر ته... Читать дальше...



د قرآن کریم د سوځولو په غبرګون کې، کندهار کې د سویډن بیرغ ته اور واچول شو

Pa.azadiradio.com 

لسګونو کسانو د یوه سویډني وګړي لخوا د قرآن کریم د سوځولو په غبرګون کې، د چهارشنبې په ورځ کندهار کې لاریون وکړ. لاریون کوونکو چې د طالبانو بیرغ یې لېږدوه، د طالبانو د حکومت په ملاتړ یې شعار ورکوه. د شنبې په ورځ، یوه سویډني افراطي فعال د قرآن کریم ژباړل شوی توګ، استهکلم کې د ترکیې سفارت مخې ته اور واچوه. دغه پېښې د ځینو اسلامي هېوادونو سخت غبرګون راوپاروه

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت وفات شوی دی

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له‌مخې د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت وفات شوی دی. یو شمېر کورنیو رسنیو له هغې ډلې پژواک اژانس د ښاغلي ثابت د نږدې همکارانو په حواله تایید کړې چې هغه نن د پېښور په نارټ ویسټ روغتون کې ساه ورکړې. عبدالجبار ثابت له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۹ کاله د افغانستان لوی څارنوال و. ښاغلي ثابت په دې موده کې د یو شمېر لوړپوړو چارواکو پر ضد د فساد دوسیې په جدیت تعقیبولې او له همدې امله په یوه لانجمه څېره مشهوره و.

روسيې پر اوکراين د راکټي بريدونو نوې څپه پيل کړې

Pa.azadiradio.com 

روسي ځواکونو نن سهار (د جنورۍ ۲۶) پر اوکراین د راکټي بریدونو یوه نوې څپه پیل کړه او تېره شپه د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته ویل کېږي چې، لږ تر لږه یو کس په‌کې وژل شوی دی. د اوکراین د پلازمېنې کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، په دغه ښار کې د نن ورځې په برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. کلیچکو د کییف له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې په پناه ځایونو کې پاتې شي. د روسیې نوي راکټي بریدونه وروسته له‌هغې وشول چې د اوکراین ولسمشر ولودمیرزلنسکي د دغه هېواد له لوېدیځو متحدینو وغوښتل چې اوکراین... Читать дальше...

حنا رباني کهر د ضمير کابلوف سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنارباني کهر د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیرکابلوف سره لیدلي. په دې لیدنه کې پرون د افغانستان په شمول د سیمې د سولې او ثبات اړوند مسایل تر بحث لاندې نیول شوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د حنارباني کهر په حواله ویلي، چې یو باثباته افغانستان تل ورته مهم دی. هغې زیاته کړې چې افغانستان د منځنۍ او جَنوبي اسیا تر منځ د یوه اقتصادي پله حیثیت لري او پاکستان هڅه کوي چې د سیمې د نورو هېوادونو په ملتیا دغه هدف ته ورسیږي.

زرګونه خلکو ارزګان کې قران‌کريم ته د سپکاوي په غبرګون کې لاريون وکړ

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې زرګونه خلکو نن د ترینکوټ ښار واټونو ته راوتلي وو او سوېډن کې د دغه هېواد د یوه سیاستوال له‌خوا د قران‌کریم د یوې نسخې د سوځولو پېښه يې وغندله او د یاد هېواد بېرغ ته یې اور واچاوه. لاریونوالو له نړیوالو غوښتنه وکړه، یاد سیاستوال چې د مسلمانو سپيڅلي کتاب ته يې سپکاوی کړی محاکمه کړي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان په یو شمېر نور ولایتونو او دغه راز په نور هېوادو کې د سوېډني سياستوال دا عمل وغندل شو او د محاکمې غوښتنه يې وشوه. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ... Читать дальше...

کونړ کې لاريونوال: قران‌کريم ته سپکاوی کوونکی سوېډنی سياستوال دې محاکمه شي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ په مرکز اسعداباد کې په سلګونو کسانو په سوېډن کې د قرانکریم د سوځولو په غبرګون کې لاریون وکړ. لاریونوالو له ملګروملتونو او د بشرحقوقو له نورو سازمانو وغوښتل چې باید د قران‌کریم سوځونکی دې محاکمه کړي. لاریون د کرهالي کلي او دمکلي څخه د پنجشنبې سهار اته‌نیمې بجې پیل او د اسعداباد مرکزي چوک کې پر نهه نیمې بجې پاي ته ورسېد. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د پلاوي پرله‌پسې سفرونه څومره اغېزناک دي؟

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د پلاو سفرونه به څومره د طالبانو په هغې پرېکړې چې افغان مېرمنې یې په غیر دولتي ادارو کې له کار منع کړي اغېز وکړي؟ محمد خاطر پردېس د ښځو له فعالې برشنا صافۍ سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د پلاو د سفر د اغېز په اړه پوښتنه کړې. د اغلې صافۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

مارتين ګريفيتس: طالبان د ښځينه کارکوونکو د کار په اړه پر يوې تګلارې کار کوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د افغان مېرمنو پر کار د بندیز له پرېکړې څه د پاسه یو میاشت تېریږي، ملګري ملتونه وايي هیله‌مندي شته چې د بشري مرستې رسونې په ځینو برخو کې طالبان د ښځو ونډې ته اجازه ورکړي. د بشري مرستو رسونې په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس چې تازه د کابل له سفره ستون شوی امریکايي ټلوېزیون سي‌ان‌ان سره په مرکه کې ویلي دي، که څه هم په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو د تېرې میاشتې... Читать дальше...

امریکايي روغتون کې یو روبوټ د ۶ کسانو کار کوي

Mashaalradio.com 

د امریکا په شېکاګو ښار کې په یوه روغتون کې د نرسانو د کمي پوره له روبوټونو کار اخیستل کېږي. په روغتون کې دوه روبوټونه دي چې شپه او ورځ کار کوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

کندز کې د مارغانو ناقانونه ښکار خلک اندېښمن کړي دي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر کندزیان وايي، د مارغانو او وحشي ژویو ناقانونه ښکار دوی اندېښمن کړي دي. د دوی د خبرو له‌مخې، په افغانستان کې د دوامداره جګړو، د ځنګلونو له منځه تلل، وچکالۍ او د خپل سري ښکار له امله د نورو وحشي ژویو ترڅنګ د مارغانو نسلونه هم مخ په ورکېدو دي. د کندز ښار یوه اوسېدونکي غلام حیدر حیدر په دې تړاو ازادی راډیو ته وویل: "دغه وحشي ژوې او مارغان د چاپيریال د ښکلا سبب ګرځي او چاپېریال پرې ښه ښکاري او د دې ښکار باید ونه شي. زه له ټولو ښکاریانو غوښتنه کوم چې د وحشي ژویو او مارغانو له ښکار کولو څخه... Читать дальше...

زلنسکي له لوېديځ د ليرې واټن ويشتونکي توغندي او پوځي الوتکې غوښتي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له‌هغې چې جرمني او د امریکا متحدو ایالتونو ژمنه وکړه چې کییف ته به په لسګونو پرمختللي محارب ټانکونه ورکړي، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي سمدستي د لیرې واټن ویشتونکو توغندویو او پوځي الوتکو پر غوښتنې ټینګار وکړ. زلنسکي تېره شپه په ویډیویي پیغام کې وویل چې اوس لازمه ده چې، اوکراین ته الوتکې ورکړل شي. زلنسکي زیاته کړه، دا مهمه ده چې د دفاعي همکاریو په نورو برخو کې هم پرمختګونه ولرو. زلنسکي وویل چې، پرون د ورځې په لومړیو کې یې د ناتو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره خبرې وکړې او زیاته یې کړه،... Читать дальше...

د امريکا خاورې ته د ننوتلو پر مهال نيول شوی افغان پوځي ازاد شوی دی

Pa.azadiradio.com 

هغه پخوانی افغان پوځي چې له مکسیکو د امریکا د متحدو ایالتونو خاورې ته د ننوتلو پر مهال نیول شوی او له امریکا یې د پناه غوښتنه کړې، ازاد شوی او له خپل ورور سره یو ځای شوی دی. د اسوشیتید پريس اژانس د راپور له‌مخې عبدالواسع صافی چې څو میاشتې یې د امریکا د مهاجرت ادارې په توقیف کې تېرې کړي، د تکزاس د اډین له توقیف ځای څخه وروسته له هغې ازاد شو چې یوه قاضي د فدرالي څارنوالانو په غوښتنه پر هغه د مهاجرت جنايي تور لیرې کړ. صافی چې د تېر جمهوري نظام د امنیتي ځواکونو د استخباراتو یو افسر و، د تېر۲۰۲۱ کال... Читать дальше...

د امريکا ولسمشر اوکراين ته د دېرش ابرامز ټانکونو د استولو اعلان کړی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر اعلان کړی چې هېواد به یې اوکراین ته یو دېرش ابرامز ټانکونه ولېږي. بایډن د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۵مه وویل، دغه ټانکونه به د اوکراین پوځي وړتیا لوړه کړي. د جرمني صدر اعظم اولاف شولڅ هم ویلي چې، هېواد یې اوکراین ته ۱۴ لیوپارد ټانکونه ورکوي. تر دې مخکې برېتانیا ویلي و، چې اوکراین ته یې ۱۴ چلینجر-۲ ټانکونه استولي دي. د لوېدیځ له دې پوځي مرستو سره هم‌مهاله مسکو خبرداری ورکړی چې اوکراین ته د ټانکونو لېږل پاروونکی او خطرناک عمل دی. تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي... Читать дальше...

صالح: دولت مو هيڅکله د سولې خنډ نه و

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د دوی دولت هیڅکله د سولې خنډ نه و. ښاغلي صالح د چهارشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر مایک پامپیو کتاب " له دروغو ډک دی." پامپیو په خپل تازه چاپ شوي کتاب کې لیکلي، محمد اشرف غني فکر کاوه چې د طالبانو او امریکا هر ډول هوکړه له هغه نه واک اخلي. په کتاب کې دغه راز راغلي چې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ټولې هڅې وکړې چې د امریکا او طالبانو خبرې کمزورې کړي. د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *