نیوزیلينډ په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړه
د کوربه هندوستان او نیوزیلینډ ترمنځ د کرېکټ درې شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه د ۲۱ منډو په توپیر نیوزیلنډ وګټله. نیوزیلينډ لومړی توپوهنه وکړه او د ۱۷۷ منډو هدف یې وټاکه، چې هند یې په ځواب کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۵ منډې وکړې. د نیوزیلينډ په توپوهونکو کې ډیون کانوې او ډاري میچل نیمه سلیزې ووهلې. د هند لپاره ورو توپ اچونکو واشنګټن سندر او کولدیپ یادف ښه توپ اچونه وکړه. د هند په توپوهونکو کې بیا واشنګټن سندر خپله لومړۍ نیمه سلیزه ووهله. دغه راز د شل اوریزو سیالیو لومړي نمبر توپوهونکی سوریا کومار یادوف بیا ۴۷ منډې وکړې. Читать дальше...