په سپین بولدک کې د جګړې له دریدو ساعتونه وروسته لاهم وضعیت عادي نه دی
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سپیږ بولدک – چمن په سیمه کې د طالب او پاکستاني ملیشه ځواکونو د تېرې شپې له سختې نښتې وروسته چې له امله یې یو شمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله هم واوښته د نښتې عینې شاهدان وايي چې کرښې ته نږدې د نښو له امله له خپلو کورونو وتلي خلک لا هم بیرته خپلو مېنو ته نه دي راستانه شوي.
دوی وايي که څه هم اوس مهال نښته نشته خو وضعیت لا هم غیر نورمال دی.
د سپین بولدک د ویش بازار یو دوکاندارد نوم د نه ښودولو په شرط ازادي راډيو ته وویل:
"بیګا خو ډېره سخته او سرګردانه شپه وه، د ویش بازار ټول خلک په تېښته وو، موږ ټوله شپه په ویخه تېره کړه، کرښې ته نږدې کورونه چې وو هغه خلک ټول له خپلو کورونو وتلي وو، ښځې او ماشومان او سپیږ ږیرو ټوله شپه په یخه یخنۍ کې تېره کړه، ډېر خلک لا هم خپلو کورونو ته نه دي راستانه شوي ځکه لا هم ویره شته، دواړه لوري اوس هم یو بل ته ګوته په ماشه ناست دي، د ویش بازار یو نیم دوکان خلاص شوی خو په ټوله کې وضعیت غیر نورمال دی.".
د سپین بولدک ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکې حاجي اغا ازادي راډيو ته وویل چې بیګاه د شپې تر دوه بجو دغه نښته روانه وه چې له امله یې ولسي وګړو ته زیان ورسېده.
نوموړي وویل:
" بیګاه لس بجې ډزې شروع شوې، د شپې تر دوه بجو او ټول ملکیان یې په نښه کړل، ټول ښځې او ماشومان په دې یخه یخنۍ کې له کورونو نه بیرون وو، په دې سور ژمي کې ټولو خلکو یو خوا بل خوا منډې وهلې."
دغه نښته چې دواړه لوري یې یو بل په پیلیدو تورنوي له امله یې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د رسمي شمېرو له مخې درې ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو امر علي محمد حقمل رسنیو ته په استولي غږیز بیان کې ویلي پاکستاني ځواکونو «سپکه او درنه توپخانه» کارولې ده او د دوی د هاوان مرمۍ د عام ولس پر کورونو لګېدلې دي.
نوموړي ویلي چې اوس مهال نښته پای ته رسېدلې او دواړو لوریو په اوربند هوکړه کړې ده.
"پاکستاني لوري ان تر سهاره خال خال ډزې کولې، په دې کې زموږ درې ولسي وګړي شهیدان شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي، اوس د سپین بولدک وضعیت نورمال دی، خو جګړه پاکستانی لوري پیل کړه، دوی د اوربند په اړه په خپله ژمنه ونه درېدل او ټوله شپه یې ډزې کولې."
خو د سپین بولدک ولسوال عبدالکریم جهاد فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي چې په بېګانیو نښتو کې څلور ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
په وژل شویو کې یوه ښځه او یوه ماشوم هم شامل دي.
په سپین بولدک کې ځینو روغتیايي سرچینو رسنیو ته ویلي چې په ټپیانو کې د دوه کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
له کرښې نه بلې غاړې ته د چمن یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې په دې نښته درې ملکیان ټپيان شوي دي.
د دواړو لورو چارواکو ویلي، نښتې د جمعې په شپه ناوخته پیل شوې، خو دواړه هېوادونه یو بل تورنوي چې لومړی برید مقابل لوري کړی دی.
د پاکستان د صدارعظم شهباز شریف ویاند مشرف زیدي په یو بیان کې ویلي چې طالب ځواکونو په چمن کې په پاکستاني ځواکونو بې دلیله ډزې کړي خو له دې وړاندې بیګاه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې پاکستاني ځواکونو د کندهار ولایت د سپینبولدک ولسوالۍ پر لور بریدونه پیل کړل، چې افغان ځواکونو یې ځواب ورکړ.
دا نښتې په داسې حال کې دي چې څو ورځې وړاندې د طالب او پاکستاني پلاویو ترمنځ د سعودي عربستان په ریاض کې د خبرو راپورونه ورکول شول داسې مهال چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جمعې په ورځ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې اسلامآباد او کابل په سعودي عربستان کې خبرې کړې دي، او ویې ویل چې د داسې هر ډول ناستې په اړه «هیڅ ډول معلومات نه لري.»
خو ځینو طالب سرچینو رسنیو ته د دې خبرو پخلی کړی وو او ویلي یې وو چې په دې خبرو کې د اوربند په دوام هوکړې شوې ده.
له دې وړاندې د تېرې نومبر په ۲۵ مه د طالبانو حکومت پاکستان په پکتیکا او کونړ په برید تورن کړی وو او ویلي یې وو چې په دې هوايي حمله کې د یوې کورنۍ لږ ترلږه لس غړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
که څه هم په هغه برید کې پاکستان لاس لرل رد کړل خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه ګواښ کړی وو چې پاکستان ته به د دې برید مناسب ځواب ورکړل شي.
په هغه برید د ملکیانو د مرګ ژوبلې راپورونه په پراخه کچه غندل شوي وو.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ دا ترینګلتیا د روان کال د اکتوبر له ۱۱ مې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تر نښتو وروسته زیاته شوه.
په هغه نښتو کې چې په وقفه ډول یې څو ورځې دوام وکړو دواړو لوریو یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې هم کړې وې.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني پلاویو ترمنځ د دغه ستونزو د حل په هدف په دوحه او استانبول کې څو ځل ناستې هم وشوې خو ښکاره پایله یې نه درلوده.
اسلام اباد تور پورې کوي چې د پاکستان د ناامنۍ ریښه په افغانستان کې ده خو طالبانو په وار وار د پاکستان دغه ادعاوې رد کړي او د پاکستان ناامني یې د هغه هیواد کورنۍ مسله بللې ده.
