smi24.net
Pa.azadiradio.com
Апрель
2019

Новости за 04.04.2019

مایک پنس جرمني او ترکیې ته د روسیې په اړه خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس جرمني او ترکیې ته له روسیې سره د معاملو په وړاندې خبرداری ورکړ، انقره یې بې پروا وبلله او برلین ته یې خبرداری ورکړ چې د دې خطر شته چې د مسکو برمته شي. پنس دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې داسې مهال وکړې چې ناټو چې ترکیه او جرمني دواړه یې مهم غړي دي، د خپل تأسیس ۷۰مه کلیزه لمانځي. د امریکا مرستیال ولسمشر د ترکیې له‌خوا له روسیې څخه د «اېس ۴۰۰» هوایي مدافعې ضد توغندیو د پېرلو پر وړاندې د امریکا مخالفت په ډاګه کړ او ویې ویل چې انقره باید پریکړه وکړي چې د ناټو د یوې... Читать дальше...

برینټن ټارانټ د قتل په ۵۰ او د قتل د هڅو په ۳۹ مواردو تورن شوی

Pa.azadiradio.com 

د نیوزیلنډ پولیس وایي، په کرایست چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د تروریستي حملو په تړاو ۲۸ کلن استرالیایي د قتل په ۵۰ او د قتل د هڅو په ۳۹ مواردو تورن شوی دی. په‌دغو حملو کې چې د تېرې مارچ میاشتې په ۱۵مه وشوې، پنځوس تنه ووژل شول او ۴۸ نور ژوبل شول. اسټرالیایي برینټن ټارانټ «Brenton Tarrant» چې ځان سپین پوستی پر نورو بر بولي، د دې لپاره چې په توقیف کې وساتل شي مخکې د قتل په یوه مورد تورن شوی و. پولیسو وویل چې د دغې حملې ټول قربانیان، وژل شوي او ټپیان به د هغه په وړاندې رسمي تورونو کې شاملېږي. ... Читать дальше...

د ننګرهار چارواکي: جنایي جرمونو د سوداګریزې پراختیا مخه نیولې

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، جنایي جرمونو په‌دغه ولایت کې د سوداګریزې پراختیا مخه ډب کړې. د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر شمس‌الحق مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې وژنې، انسان تښتونې، غلاوې او ناامنۍ هغه لاملونه دي چې هم په تېر لمریزکال او هم د نوي کال په لومړیو کې په‌دغه ولایت کې هېڅ سوداګریزه پراختیا نه‌ده شوې. د نوموړي په خبره، لا هم په‌دغه ولایت کې د یاد شویو لاملونو تر څنګ د بېلابېلو ګواښونو له امله زړه نه ښه کوي، پانګونه وکړي. ښاغلی مجاهد له اړونده ادارو د دغو ستونزو د حل لپاره د جدي پاملرنې غوښتونکی دی.

نن ولسمشر غني د کرنې د ترویج په کنفرانس کې ګډون کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۵»​افغان ولسمشر  محمد اشرف غني د کرنې د ترویج په پنځم ملي کنفرانس کې ونډه واخلي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې دغه کنفرانس به نن د لوړ پوړو دولتي چارواکو او د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه د ۳زره بزګرانو او مالدارانو په برخې اخېستنې سره د لویې جرګې په خیمه کې جوړ شي. د د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا ناسته دوه ورځې دوام کوي او د افغانستان د کرنیز سکټور د پراختیا او په‌دې برخه کې ګڼو ستونزو ته د حل‌لارو د پیدا کولو په اړه په‌کې بحثونه کېږي. Читать дальше...

سټولټنبرګ: د ناټو ځواکونه به د اړتیا تر وخته په افغانستان کې وي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي وایي چې زموږ ځواکونه به تر هغه وخت په افغانستان کې وي چې اړتیا یې شته. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازي زلمی خلیل‌زاد له طالبانو سره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په ارتباط خبرې کړي دي، خو د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون په واشنګټن کې کانګرس ته د وینا پر مهال وویل، هره پریکړه چې کېږي، د ناټو نور غړي یې د امریکا له متحد ایالاتونو سره یوځای کوي. دی وايي: "زموږ هدف دا نه‌دی چې په افغانستان کې د تل لپاره پاتې شو، موږ باید تر اړتیا زیات هلته پاتې نه‌شو. موږ... Читать дальше...

ترکیه کې اکرم امام اوغلي د خپل بریالیتوب د اعلانېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د ښاروالۍ په انتخاباتو کې د استانبول لپاره د اپوزسیون ګوند نوماند د خپل بریالیتوب د اعلانېدو غوښتنه وکړه. ده له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه هم هیله وکړه چې د ګډوډیو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي. د ترکیې په ستر ښار استانبول کې د ټولو رأیو تر ګڼلو وروسته د ترکیې د خلکو د جمهوریت غوښتونکي ګوند نوماند اکرم امام اوغلي ۴۸ اعشاریه ۷۹ فیصده رأیي ګټلې دي. اکرم امام اوغلي په استانبول کې خبري غونډې ته وویل، موږ عدالت غواړو او استانبول ښار نور د یوې دقیقې د ضایع کېدو وخت نه‌لري. د ترکیې د انتخاباتو... Читать дальше...

ینس سټولتنبرګ: د ناټو تړون د پیاوړې روسیې له ګواښونو سره مخ ده

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي وایي، د ناټو تړون د یوې پیاوړې روسیې له ګواښونو سره مخامخ ده. ینس سټولټنبرګ پرون په واشنګټن کې کانګرس ته وویل چې ناټو له روسیې سره د ښو اړیکو تمه لري: "موږ نه غواړو چې روسیه منزوي کړو، موږ هڅه کوو چې له روسیې سره اغېزمن روابط ولرو." سټولټنبرګ پر روسیې غږ وکړ چې د وسلو د کنټرول په برخه کې دې د سړې جګړې د وخت تړونونو ته ور وګرځي. دا لومړی ځل دی چې د ناټو تړون یو عمومي منشي د امریکا کانګرس ته وینا کوي.



په ننګرهار کې د داعش یو مهم قوماندان وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولایت کې د داعش یو مهم قوماندان وژل شوی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وایي چې قوماندان مولوي سلیمان له خپلو پنځو نورو ملګرو سره د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی. دا حمله د چهارشنبې په شپه د اچین ولسوالۍ د عبدالخېلو تنګي په سیمه کې شوې ده. د ننګرهار د شینوارو په ولسوالۍ کې په وروستیو څو میاشتو کې د ولسي خلکو په مرسته داعش ځپل شوی دی، خو دغه ډله لا هم د دغه ولایت په ځینو سیمو کې فعاله ده.

د اوکراین په ختیځ کې ددې هېواد دوه سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

اوکراین وایي، د دغه هېواد په ختیځ کې له روسي پلوه بېلتون غوښتونکو سره د جګړې پر مهال دوه اوکرایني پوځیان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي. د اوکراین دفاع وزارت پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۴» وویل چې بېلتون غوښتونکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ماشیندارو، هاوانونو، توغندیو او توپچي ډزې کړي دي او ۱۴ ځله یې له اوربنده سرغړونه کړې ده. د دې وزارت په وینا، حکومتي ځواکونو د نښتو پر مهال درې بیلتون غوښتونکي وژلي او اته تنه نور یې ټپیان کړي دي. بېلتون غوښتونکو بیا د ډونېڅک په سیمه کې د اوکراین پوځیان ۱۲ ځله د اوربند په ماتولو تورن کړي دي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *