smi24.net
Pa.azadiradio.com
Апрель
2019

Новости за 22.04.2019

زلنسکي په اوکراین کې د پروشنکو پر وړاندې د پام وړ بريا خپله کړې

Pa.azadiradio.com 

داسې ښکاري چې په اوکراين کې د ټلوېزيون کاميډين ولودیمر زلنسکي چې په سياست کې لږه تجربه لري، د جمهوري رياست په ټاکنو کې د پخواني ولسمشر پټرو پروشنکو پر وړاندې د پام وړ بريا خپله کړې ده.  دا په‌داسې حال کې ده چې اوکراين له اقتصادي بحران سره مبارزه کوي او د کريميا پرسر له روس پلوه بېلتون غوښتونکو سره په جګړه کې ښکېل دى.  تر پرون یکشبې ورځې پورې د جمهوري رياست د دوهم پړاو ټاکنو د ٢٥ اعشاريه ٧ فيصده شمېرل شويو رأيو له مخې، ولودیمر زلنسکي څه باندې ۷۳ فیصده او پروشنکو څه کم ۲۵ فیصده رأیې ګټلې دي. ... Читать дальше...

د سپاه پاسداران انقلاب ځواک لپاره نوی قوماندان وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

د ایران رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي د سپاه پاسداران انقلاب ځواک لپاره نوی قومندان وټاکه. دا په‌داسې حال کې ده چې دغه ځواک پوره دوه اوونۍ مخکې د امریکا د متحدو ایالاتونو له‌خوا د بهرنیو تروریستي ډلو په فهرست کې شامله شوه. د ايران د دولتي رسنيو په حواله، خامنه‌اي پرون د یکشنبې په ورځ د سپاه پاسداران انقلاب د مخکني قوماندان جنرال علي جعفري پرځای جنرال حسین سلامي د دغه ځواک د نوي قوماندان په توګه وټاکه. جنرال علي جعفري ۱۱ کاله د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان و. د جعفري ځای‌ناستی حسین سلامي نهه پنځوس کلن دی او مخکې د هغه مرستيال و. Читать дальше...

امریکا او افغانستان په سریلانکا کې وروستۍ چاودنې وغندلې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتونو او ګڼو نورو هېوادونو په سریلانکا کې پرونۍ چاودنې وغندلې.  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په ټویټر کې لیکلي چې امریکا د عيسويانو د اختر يا ایستر د جشن پرمهال په سریلانکا کې د یکشنبې ورځې بریدونه په کلکو ټکو غندي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې په سریلانکا کې دغه چاودنې غندلي او له قربانیانو سره یې خواخوږي ښوولې ده. پرون د یکشنبې په ورځ د سریلانکا د پلازمېنې کولمبو د ځينو هوټلونو او کليساګانو په شمول په ځينو سیمو کې څو تنظيم... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *