smi24.net
Pa.azadiradio.com
Июль
2019

Новости за 15.07.2019

ایران: که واشنګټن اقتصادي بندیزونه ختم کړي خبرو ته ورسره چمتو یو

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، که واشنګټن پر دوی اقتصادي بندیزونه ختم کړي، ايران چمتو دی د امريکا له متحدو ایالاتونو سره مذاکره وکړي. په همدې حال کې اروپايي رهبرانو د تهران او واشنګټن ترمنځ د روان کړکېچ د ختمولو لپاره د نويو خبرو غوښتنه وکړه. حسن روحاني پرون یکشنبه په خپل رسمي وېب‌سایټ کې ويلي: تهران تيار دى د ټرمپ له ادارې سره خبرې وکړي، خو که دى خپل بنديزونه او بدمعاشي بنده کړي.  د امريکا متحد ايالاتونه د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړون څخه تېرکال د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيا لګولو اعلان وکړ. Читать дальше...

د روسيې باشکورتوستان کې د يوه بس د چپه کېدو پېښې ٦ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د روسيې په باشکورتوستان سيمه کې د يوه بس موټر د نسکورېدو په نتيجه کې لږ تر لږه ٦ کسان مړه او ګڼ نور ټپيان شول. دغه بس چې ٣٩ کسان په‌کې سپاره وو، د تتارستان دوهم لوى ښار نابيريژني چيلنې ته روان و چې چپه شو. د روسيې دولتي ټلوېزيون په تصاويرو کې بس موټر ښکاري چې د يوه سړک تر څنګ په باراني هوا کې نسکور پروت دى.  د دې پېښې د علت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي. په دې اړه تحقيقات پيل شوي دي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *