د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د کندهار انګور بهر ته صادر شوي
د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، له کندهاره سږکال د څه باندې ۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت انګور بهر ته صادر شوي دي. د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار انګور پر نورو هېوادونو سربېره کورنۍ بازار هم لري. هغه زیاته کړه: " تقریبا ۲۸۶۰۰ ټنه انګور راجسټر شوي او صادر شوي دي او په کور دننه هم د کندهار انګور تر ډېرو ځایونو پورې ځي. خو چې صادر شوي دي ۲۸۶۰۰ ټنه دي چې پنځلس میلیونه یوسل او اته پنځوس زره امریکايي ډالر ارزښت لري." انګور او انار د کندهار... Читать дальше...