Добавить новость
smi24.net
World News
Январь
2018

د شمالي کوریا ۲۲ ورزشکاران په المپیکي لوبو کې ګډون کوي

0
د المپيک نړيوالې کمېټې پرون اعلان وکړ چې شمالي کوريا په ژمنيو المپيک لوبو کې د ګډون لپاره راتلونکې ميلادي مياشت ٢٢ ورزشکاران په درېيو سپورټونو او ٥ رشتو کې جنوبي کوريا ته لېږي.


د المپيک نړيوالې کمېټې اعلان وکړ چې شمالي او جنوبي کورياګانو موافقه وکړه چې د دغو مسابقو د پرانېستې پرمهال به تر يوه بيرغ لاندې لاړ شي او پر کنګل به د ښځو يو واحد ټيم تنظيم کړي.


د دې کمېټې رئيس توماس باخ دا موافقه د يوه اوږده سفر پر مهال د بدلون مرحله وبلله.


د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ اون څو اوونۍ مخکې ويلي وو، د دغه هېواد د ورزشکارانو يوه لوبډله به په دغو مسابقو کې د ګډون لپاره له سرحده تېره شي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *