Добавить новость
smi24.net

World News in Pashto

Новости от Russia24.pro

Russia24.pro Каталог
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

Все новости

د جاپان په پارلماني ټاکنو کې د حاکم لیبرال ډموکراټ ګوند تاریخي بریا؛ دوه پر دریمه څوکۍ یې ګټلي

Pa.azadiradio.com 

د جاپان د صدراعظمې سانائه تاکایچي، ګوند لیبرال ډموکراټ د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې دوه پر دریمه څوکۍ وګټلې. دا د یاد ګوند لپاره یوه تاریخي بریا ګڼل کېږي. لیبرال ډموکراټ او اییتلافي ملګري ګوند یې د جاپان د استازیو جرګې له ۴۶۵ څوکیو څخه ۳۲۸ وګټلې. تاکایچي ویلي وو که په ټاکنو کې بریالۍ نه شي نو د ګوند له مشرۍ به استعفی کوي. مګر په اوسنۍ بریا سره به د ټاکنیزو ژمنو په پوره کولو کې د هغې لپاره لار هواره شي. تاکایچي د جاپان لومړنۍ ښځینه صدراعظمه ده.

یوناما وايي ۲۰۲۵ کال ۶۱۳ افغانانو ته د پاکستان په بمباریو او نښتو کې مرګژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

یوناما راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر تر ډسمبره پورې د پاکستان په حملو کې ۷۰ تنه افغان ملکیان وژل شوي او ۴۷۸ نور ژوبل دي. دا له ۲۰۱۱ کاله راهیسې د پاکستان پوځ ته د منسوبو بریدونو په نتیجه کې د افغانانو تر ټولو زیاته مرګژوبله ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (يوناما) په خپل راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویلي دا مرګژوبله پر افغانستان د پاکستاني پوځیانو د بمباريو او د طالبانو له حکومتي ځواکونو سره د نښتو په مهال رامنځته شوې ده. يوناما په پکتيکا، کابل او خوست کې د پاکستاني الوتکو... Читать дальше...

د کرکټ د شل اوره نړیوال جام: نن درې لوبې ترسره کیږي

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۲۶ کال کرکټ د شل اوره نړیوال جام سیالیو په ترڅ په پام کې ده چې نن دوشنبې ایټالیا له سکاټلنډ، عمان له زیمبابوې اوکاناډا له جنوبي افریقا سره مخامخ شي. په دې جام کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه پرون یکشنبې نیوزیلنډ ته وبایلله. لوبه افغانستان پیل کړه او د ۶ لوبغاړو په زیان سره یې نیوزیلنډ ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه. نیوزیلنډ دا هدف په اتلسم اوور کې پوره کړ. د افغانستان بله لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له جنوبي افریقا سره پلان شوې ده.

نن دوشنبې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورو او باران د وریدو اټکل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې نن دوشنبې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل کړی. د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت پرون یکشنبې پر خپله ایکس پاڼه د یوه بیان په خپرولو سره د هواپېژندنې ملي ادارې په حواله خبر ورکړی چې له کونړ، بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان او نیمروز پرته په پاتې ټولو ۲۷ ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو احتمال شته. د سږني کال په مرغومي او سلواغې میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درنې واورې او بارانونه وشول چې خلک یې د وچکالۍ پای... Читать дальше...

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې نرګس محمدي په څو کلونو بند او تبعید محکومه شوه

Pa.azadiradio.com 

د ایران یوې محکمې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي په څو کلونو بند او تبعید محکومه کړه. د هغې مدافع وکیل مصطفی نیلي د یکشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۹مه اعلان وکړ چې د مشهد انقلابي محکمې نرګس محمدي په اووه نیم کاله بند، له هېواده د وتلو په بندیز او تبعید محکومه کړه. ښاغلي نیلي پرخپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې وویل: "هغه د غونډو اوتوطیې په تور په شپږ کاله بند، د تبلیغاتي فعالیتونو په تور په یو نیم کال بند او د تکمیلي سزا په توګه دوه کاله له هېواده پر وتلو په بندیز او دوه کاله هم د خوسف ولسوالۍ... Читать дальше...

د ایران د بشري حقونه ډله په ایران کې د یوه افغان د اعدامیدو خبر ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بشري حقونو یوې ډلې د ایران په یوه زندان کې د یو افغان د اعدام خبر ورکړی دی. د «هە نگاو» په نوم د بشري حقونودې سازمان د یکشنبې په ورځ په یوه راپورکې وویل چې دا افغان، چې احمد فرهاد نومېده، د کرج په قزل ‌حصار زندان کې اعدام شوی دی. په راپورکې ویل شوي چې نوموړی د هرات اوسېدونکی و چې شپږ کاله مخکې د عمدي قتل په تور له نیول کیدو وروسته په اعدام محکوم شوی او پرهغه دغه سزا د ۲۰۲۵ کال په ډسمبرمیاشت کې تطبیق شوې. هە نگاو، چې په ناروې کې مېشت دی، وایي چې له دې افغان سره یو ځای څلور نور بندیان هم اعدام شوي دي. Читать дальше...

یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې پرښځو د محدودیتونو د سختولو خبره کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په خپل درې میاشتني راپورکې د نورو موضوعاتو ترڅنګ پرښځو د محدودیتونو د سختولو خبر ورکړی دی. یوناما په دغه راپورکې چې د یکشنبې په ورځ یې خپورکړ، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبرڅخه د ډسمبرترمیاشتې پورې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ارزولی دی. یوناما وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو په ځینو ولایتونو کې ښځې عامه ځایونو ته له لاسرسي منع کړې دي. د راپور له مخې، د طالبانو محتسبینو د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۳ ښځې د هرات په ۶۴ سړکې ښځې... Читать дальше...

د طالبانو د حکومت د پریکړې له مخې نن دوشنبې له پاکستانه د درملو پر وارداتو بشپړ بندیز ولګید

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د پریکړې له مخې نن دوشنبې د سلواغې یا دلوې شلمه له پاکستانه د درملو پر وارداتو بشپړ بندیز ولګید. د طالبانو د مالیې وزارت د سلواغې د میاشتې په لومړۍ نیټه د درملو له واردوونکوغوښتي و چې تر ۱۹ ورځو پورې خپلې ټولې معاملې او اسناد تصفیه کړي. مالیې وزارت هغه مهال اعلان وکړ چې له پاکستانه واردیدونکي درمل د سلواغې له شلمې نیټې وروسته د هیواد په ګمرکونو کې نه محصول کیږي. د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر په تیره لړم میاشت کې په کابل کې یوې غونډې ته وویل... Читать дальше...

تحريک تحفظ ايين پاکستان په ټاکنو کې د مبینه درغليوو پر ضد احتجاج وکړ

Mashaalradio.com 

د اپوزیشن ګوندونو اتحاد، تحريک تحفظ ايين پاکستان، د فرورۍ پر اتمه، د هغه ملک په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه او کاربندیز وکړ. دوی هغه نېټه له دې امله توره ورځ یاده کړه چې په وينا یې، په ۲۰۲۴ کال کې په عمومي انتخاباتو کې درغلي شوې وه. خو د پاکستان د ټاکنو کمېشن او د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ، ايتلافي حکومت دا ردوي او وايي چې انتخابات شفاف وو. په دې اړه د عظمت علي شاه او عبدالصمد شبنم ويډيو راپور وګورئ.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *