Добавить новость
smi24.net
World News
Июль
2018

ولسمشر غني په پاکستان کې په وروستیو ترهګریزو پېښو خواشیني ښودلې

0
ولسمشر محمد اشرف غني په پاکستان کې په وروستیو ترهګریزو پېښو کې د بېګناه خلکو په مړینه خواشیني ښودلې ده.


د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره اړیکه نیولې او په پاکستان کې یې په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې د بې ګناه وګړو پر وژنه یې خواشیني ښودلې ده.


په بیان کې راغلي:


"افغان ولسمشر د پوځ مشر ته د ټولټاکنو پرمهال له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ په پار، پر پوله د امنیتي اقداماتو زیاتولو ډاډ ورکړی دی."


دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ځینو سیاسي ګوندونو پر سیاستوالو ځانمرګي بریدونه شوي چې په نتیجه کې یې سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *