فرانسه په مسکو کې خپل سوداګریز ماموریت بندوي
دغه سفارت د دوشنبه په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې په وروستیو میاشتو کې په روسیې کې د فرانسې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره شرایط ډیر خراب شوي دي.
اعلامیه زیاتوي چې د فرانسې د سوداګریز ماموریت د بانکي حساب مصادره او د روسي چارواکو له لوري د فرانسې ددغه ماموریت د مسول ایستل په همدې محدودیتونو کې شامل دی .
د فرانسې سفارت وایې د روسیې حکومت داسي مهال دا اقدامات کړي چې په دیپلوماتیکو چارو کې د ویانا د کنوانسیون پر اساس د فرانسې حق خوندي بلل شوی دی.
په مسکو کې د فرانسې د سوداګریز ماموریت مسول یو له هغو څلورو فرانسوي دیپلوماتانو وو چې په مارچ میاشت کې د لویدیځو حکومتونو له لوري د روسي دیپلوماتانو د ایستلو په غبرګون کې له مسکو څخه اخراج شو.
