Добавить новость
smi24.net
World News
Июль
2018

د بخښنې سازمان: په جبري ډول د افغانانو د ستنولو لړۍ دې ودرېږي

0
 د بښني نړیوال سازمان وایې پداسي حال کې چې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې شمیر په تیره یوه لسیزه کې تر ټولو لوړ حد ته رسیدلې ده ، نو دغه هیواد ته د افغانانو د بیرته استولو هڅې د توجیه وړ ندي .


دغه سازمان د دوشنبه په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر حکومتونو غږ کړی چې په جبري ډول افغانستان ته د افغانانو د بیرته لیږلو لړۍ ودروي.


 


د ملګرو ملتونو وروستۍ شمیرې ښیې  چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۹۲ تنه ملکیان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په همدې موده کې ۳۴۳۰ کسان ټپیان شوي دي .  


 


د بښنې د نړیوال سازمان په اعلامیې کې د جنوبي آسیا په چارو کې ددې سازمان د مرستیال له قوله راغلي چې وایې دغو شمیر ته په پام افغانستان  د بیرته استول کیدونکو افغان کډوالو لپاره خوندي هیواد نشي ګڼل کیدای .


د راپورونو له مخې  په وروستیو کلونو کې له اروپایې ټولني ، ترکیې او نورو هیوادونو څخه زرګونه افغانان په جبري ډول بیرته خپل هیواد ته استول شوي دي .   














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *