Добавить новость
smi24.net
World News
Июль
2018

د اقینې بندر تړل کېدو د فاریاب سوداګر له ستونزو سره مخ کړي

0
د هېواد په شمالي ولایت فارياب کې د اعتراض کوونکو له لوري د آقینې بندر په تړل کېدو افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی.


په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال چې له یوشمېر سوداګرو سره یې خبرې کړي وايي چې دامهال د دغه بندر د تړل کېدو له امله سلګونه ټنه نفتي او خوراکي توکي او سوداګریز مالونه بند پاتي دي.


افغان سوداګر غلام قادر ازادي راډيو ته ویلي چې حکومت باید د لاریون کوونکو غوښتنې واوري او دغه ستونزه حل کړي.


په فاریاب کې د اعتراض کوونکو د اعتراضیه غونډو او مظاهرو نن پنځلسمه ورځ ده.


دغه مظاهرې د حکومت له خوا د قیصار د امنیه قوماندانۍ د سرپرست نظام‌الدین قیصاري د نیول کېدو په غبرګون کې چې د حکومت په خبره خلکو ورنه شکایتونه کړي او دولتي مامورینو سره په ناسم چلند تورن دی روانې دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *