Добавить новость
smi24.net
World News
Июль
2018

افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو له زندانه ٥٤ بنديان خوشي کړي

0
افغان امنيتي ځواکونو په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو پر يوه زندان حمله کړې او ٥٤ بنديان يې خوشې کړي دي.


د ٢١٥ ميوند قول اردو په اعلاميه کې ويل شوي، امنيتي ځواکونو تېره شپه په موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه مرکز پوځي عمليات وکړل او د دوى يو زندان يې له منځه يووړ.


اعلاميه زياتوي، په دغه زندان کې د ملي اردو ٤ سرتېري، ١٥ پوليس، دوه ډاکتران او ٣٣ ملکيان بنديان وو.


د ٢١٥ ميوند قول اردو اعلاميه زياتوي چې په دغو عملياتو کې دولتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى رسېدلى او څلور وسله وال طالبان چې د زندان ساتونکي وو، اسيران شوي دي.


وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.


په هلمند ولايت کې تر دې مخکې هم د وسلوالو طالبانو پر زندانونو دېته وَرته چاپه وهل شوې او ځينې بنديان ورڅخه خوشې کړاى شوي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *