Добавить новость
smi24.net
World News
Июль
2018

امریکایي څارنوالانو د اجنټۍ په تور یوه روسۍ ښځه نیولې

0
امريکايي څارنوالانو يوه روسۍ ښځه چې د امريکا له محافظه کارو سياستوالو او ډلو سره يې اړيکې جوړې کړې وې، ونيوله.


پر دې ښځې يې تور لګولى چې د روسيې د حکومت د يوې پټې اجنټې په توګه يې فعاليت کاوه. 


پرون ناوخته د واشنګټن په يوه محکمه کې څارنوالانو وويل، ٢٩ کلنه ماريا بتينا له امريکايي سياستوالو سره اړيکې جوړې کړې وې، د امريکا له سياسي سازمانونو په ځانګړي ډول د وسلو له ملي انجمن سره يې کار کړى و او په مسکو کې يې يوه عالي رتبه روسي چارواکي ته راپور ورکاوه.


د وسلو ملي انجمن، هغه ځواکمنه ټولنه ده چې د وسلو په ګټه لابي کوي.


د امريکا په شکايت ليک کې ويل شوي چي بتينا په ٢٠١٥میلادي کال کې په يوه ايمېل کې د وسلو دغه انجمن په امريکا کې د کانګرس د انتخاباتو تر ټولو پراخ تمويلوونکى بللى و. 


هغې ويلي وو، روسيه بايد له دې انجمن سره اړيکې ټينګې او د واشنګټن او مسکو ترمنځ د اړيکو ښه کېدو لپاره د جمهويت غوښتونکو د سياسي کمپاينونو له وتلي سازمان "د سياسي عمل له محافظه کار کنفرانس" سره ارتباطات ټينګ کړي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *