Добавить новость
smi24.net
World News
Июль
2018

د نورستان والي د پاکستان د ځينو ديني عالمانو پر څرګندونو انتقاد وکړ

0
د نورستان والي د پاکستان د ځينو ديني عالمانو پر هغو څرګندونو انتقاد وکړ چې په افغانستان کې يې د روانې جګړې ملاتړ څرګند کړى دى. 


حافظ عبدالقيوم پرون دوشنبه په مرکز پارون کې د ديني عالمانو يوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل:


"هغه شريعت چې ملا فضل الرحمن جوړ کړى، څنګه تا ته وايي چې لارې ورانې کړه، مکتب وسوځوه، مسلمان عالم مړ کړه، په جومات کې انتحار وکړه او د قران کريم په منځ کې بم کېږده؟"


په نورستان کې یوې جوړې شوې غونډې ته ديني عالمانو په خپلو ويناو کې په کابل کې د ديني عالمانو د وروستۍ غونډې او د غونډې په پاى کې د خپرې کړې فتوا ملاتړ اعلان کړ. 


تېره مياشت په کابل کې تر دوه نيمو زرو زياتو ديني عالمانو په يوه کنفرانس کې د افغانستان پر روانې جګړې بحث وکړ.


دوى په ۷ مادو کې يوه فتوا صادره کړه چې په افغانستان کې روانه جګړه او ځانمرګي بريدونه په کې حرام بلل شوي وو.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *