Добавить новость
smi24.net
World News
Июль
2018

د جنبش ګوند سلګونه پلویانو په تخار کې مظاهرې وکړې

0
د جنبش ګوند سلګونه پلویانو نن په تخار کې مظاهرې وکړې. 


د ازادي راډیو خبریال وايي، مظاهره چیانو نن سې شنبه د تخار او کندز او همدا راز د تخار او بدخشان سړکونه بند کړي دي.


مظاهره کوونکو په تخار کې دولتي دفترونه بند کړي دي.


د مظاهره چیانو غوښتنه داده چې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري چې له قانونه د سرغړونې په تور نیول شوی، خوشې شي.


مظاهره چیانو همدا راز غوښتنه کوله چې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم ژر تر ژره افغانستان ته راستون شي.


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، اعتراض د خلکو حق دی، خو پر قانون د تېري او ملي ادارو او عام المنفعه بنسټونو ته د زیان رسولو حق نه لري.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *