Добавить новость
smi24.net
World News
Июль
2018

د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو یوه ډله نیول شوې

0
د غزني د والي ویاند، محمد عارف نوري پرون چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د وسله‌والو طالبانو دا ډله د اندړ ولسوالۍ په نور المدارس مدرسه کې نیول شوې ده.


محمد عارف نوري وايي: 


"د وسله‌والو مخالفانو یوه ۳۶ کسیزه ډله چې ۱۱يې قوماندان دي، د اندړو ولسوالۍ په نور المدارس مدرسه کې د غونډې په وخت کې نیول شوې ده. هغوی جلسه درلوده او پر امنیتی پوستو يې د ترورېستي حملو پلان جواړوه."


د غزني د والي ویاند وویل چې وسله‌والو طالبانو له دې مدرسې د وسله‌والو د جذب او د تخریبي فعالیتونو د ادارې د مرکز په توګه کار اخیست.


د نوري په وینا، په اندړ ولسوالۍ کې په دې عملیاتو کې د نور المدارس پر مدرسې په پوځي عملیاتو کې د مدرسې ښوونکو او زده‌کونکو ته زیان نه‌دی رسېدلی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *