Добавить новость
smi24.net
World News
Август
2018

په هرات کې یوې چاودنې د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکیان وژلي

0
پرون پنجشنبه په هرات ښار کې یوې چاودنې د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکیان وژلي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي.


 


د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې چادونه مازیګر شپږ بجې په یو موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو په وسیله شوې ده. د نوموړي په وینا په ټپیانو کې هم یوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي.


ښاغلي فرهاد د چاودنې د هدف په اړه وویل:


 ” ددې چاودنې هدف په شینډنډ ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو پخوانی قومندان ملا امیر و، چې هغه په چاودنه کې برسیرن ټپي شوی دی. له بده مرغه د څلورو ټپیانو روغتیايي وضیعت خراب دی.“


په هرات ښار کې دا چاودنه په داسې حال کې کیږي چې په همدې ورځ ددې ولایت د اوبه ولسوالۍ د امنیې قومندان له یو برید روغ ووت.


د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې چاودیدونکي مواد د امنیې قومندان په رینجر موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې چاودنې یې یو سرتیري برسیرن ټپي کړی او بل چاته یې زیان نه دی رسولی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *