Добавить новость
smi24.net
World News
Сентябрь
2018

افغان هلک په جرمني کې په اتو کلونو بند محکوم شو

0
د هغه افغان هلک چې په جرمني کې د یوې نجلۍ پر وژلو تورن دی، مدافع وکیل وایي چې د موکل په اړه یې د محکمې فیصله پرځای ده.


د دغې قضیې څارنوالانو تورن ته چې (عبدل دي) نومول شوی، د لسو کلونو بند سزا غوښتنه کړې وه خو محکمې هغه په اتو کلونو بند محکوم کړ.


د عبدل نومي افغان مدافع وکیل مکسي میلان د دوشنبې په ورځ وویل چې د موکل په اړه یې د محکمې له نهایي حکم سره موافق دی.


 


" فکرکوم چې دا حکم درست و. دغه حکم وروسته له هغې صادریږي چې موږ ټولو هڅه وکړه چې دغه تیاره جنایت یوڅه روښانه کړو او فکرکوم چې په دې کارکې بریالي شوي یو."


عبدل دی چې د افغانستان تبعه دی، د تیرکال په ډسمبرکې یې خپله پنځلس کلنه ملګرې د جرمني په کاندل ښارکې د چړو په ګوزارونو وژلې وه.


د یوه بل خبرله مخې،  د هالند محکمې د هغه افغان ځوان په اړه چې د دوو امریکایانو د ټپي کولو په تورتوقیف شوی، فیصله کړې چې هغه دې دوې نورې اونۍ هم په توقیف کې پاتې شي.


د جاوید په نوم دغه افغان په دې تورن دی چې د تیرې جمعې په ورځ یې د امستردام د ورګاډي په مرکزي تم ځای کې دوه امریکایان د چړې په ګوزارونو ټپیان کړي و.


محکمې په توقیف کې د هغه د پاتې کیدو فیصله هغه اندیښنو ته په پام سره چې ښایي نوموړی وتښتي کړې ده.


له دې مخکې د جرمني پولیسو ویلي چې نولس کلن جاوید په جرمني کې د اوسیدو اجازه لري.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *