یو افغان چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په ورځ د برید د پلان په تور نیول شوی، په خپل جرم اعتراف وکړ
یو افغان چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په ورځ د برید د پلان په تور نیول شوی، پرون (د جمعې په ورځ) په خپل جرم اعتراف وکړ. ۲۷ کلن نصیر احمد توحیدي د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ملاتړ او د تروریستي عمل لپاره د وسلو د ترلاسه کولو په دوو تورونو تورن دی. توحیدي که مجرم وپیژندل شي، تر ۳۵ کلونو پورې په بند محکوم کیدی شي. د محکمې د اسنادو له مخې، د اوکلاهوما اوسیدونکی نصیر احمد توحیدي تیر کال د ټاکنو په ورځ د برید لپاره دوه کلاشینکوف ټوپکونه او ۵۰۰ مرمۍ ترلاسه کړې وې. د FBI مشر کیش پټیل په یوه بیان کې وویل... Читать дальше...
