عام افغانان؛ بانکونو د خلکو ترمنځ اعتماد له لاسه ورکړی دی او ځای حوالې نیولی دی
په داسې حال کې چې د پلازمینې کابل او ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي وايي، په افغانستان کې یې په بانکونو او خدمتونو یې اعتماد بایللی، د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان بانک ویلي، په خصوصي بانکونو کې یې د خلکو پر امانتونو او نغدي تضمینونو د محدویتونو کچه راټیټه کړې ده. د طالبانو تر کنترول لاندې ملي تلویزیون د افغانستان بانک د مسئولینو په حواله ویلي، هغه کسان چې پر افغانیو حساب لري اوس د اونۍ ۳ لکه او ۵۰ زره او له ډالري حساب ۵ زره ډالر ایستلی شي. دغه شان له شرکتي حسابونو څخه د ۲۰ سلنه پیسو ایستلو اجازه ورکړل شوې ده. Читать дальше...
