له ایران او پاکستان وروسته تاجکستان د افغان کډوال د جبري اخراج لړۍ پیل کړې ده
په تاجکستان کې یو شمېر مېشت او له دغه هېواده ایستل شوي افغانان وایي، له تېرو دوو اوونیو راهیسې د افغانانو د نیولو او ایستلو بهیر زور اخیستی دی. دوی ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې ګڼ افغانان د تاجکستان د پولیسو لخوا نیول شوي، ښځې او ماشومان له ښوونځیو، بازار یا کورونو بیول او افغانستان ته لېږدول شوي دي. "دلته سرپناه هېڅ نشته، ډېر بد وضعیت مو دی، له هغه ورځې چې راغلي یو اوښکې مې بهېږي." له تاجکستانه د افغانستان بلخ ولایت مزار شریف ښار ته په زوره ستنه کړل شوې افغان کډواله ۳۷ کلنه نادیه ده. دا... Читать дальше...
