د بشري حقونو فعالان وايي ایران کې تېر ۹ ورځې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي
د ایران د بشري حقونو فعالانو ویلي په تېرو نهو ورځو کې لږ تر لږه ۲۹ کسان په مظاهرو کې وژل شوي. هرانا د ایران د بشري حقونو د فعالانو خبري ارګان په یوه مفصل راپور کې د تېرو نهو ورځو د مرګژوبلو او نیول شویو معترضانو په اړه معلومات خپاره کړي. د دغه ارګان د معلوماتو په اساس لږ تر لږه ۶۸ مظاهره چیان ټپيان شوي هم دي. اکثر کسان د امنیتي ځواکونو له خوا په ساچمه يي او پلاستیکي مرمیو هدف ګرځېدلي او ژوبل شوي. په وژل شویو ۲۹ کسانو کې یواځې ۲ تنه د ایران امنیتي ځواکونه دي. د جرمني خبري اژانس د فعالانو په حواله... Читать дальше...
