ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تیرو دریو میاشتو په ترڅ کې په زرګونو امنیتي پيښې ثبت شوې
ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې یې په تېرو دریو میاشتو کې دوه زره او ۲۹۹ د نا امنۍ بیلابیلې پېښې ثبت کړې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په تازه درې میاشتني راپور کې راغلي چې په دې پېښو کې د تېر ۲۰۲۴ د ورته مودې پر پرتله درې سلنه زیاتوالی راغلی دی.
