امریکا یوځل بیا د یونسکو سازمان له اډانې وځي
متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ، د جولای په ۲۲مه اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان، یونیسکو څخه به ووځي.واشنګټن ادعا کړې چې یونیسکو "د اسراییلو ضد دریځونه نیولي دي."د سپینې ماڼۍ مرستیالې ویاندې انا کیلي نیویارک پوسټ ته وویل چې ولسمشر ټرمپ پریکړه کړې چې متحده ایالات له یونیسکو څخه وباسي.هغې ادعا وکړه چې یونیسکو " له تفرقه اچوونکو اجنډاګانو او پالیسیو ملاتړ کوي چې په بشپړ ډول د هغو پالیسیو سره په ټکر کې دي چې د امریکا خلکو په نومبر کې رایه ورکړې وه."میرمن کیلي د تیر کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته اشاره کوله، چې په نومبر کې ترسره شوې او ډونالډ ټرمپ په کې بریالی شو.د یونیسکو څخه د متحده ایالاتو د وتلو پریکړه به د ۲۰۲۶ کال د دسمبر په پای کې پلي شي.ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې له یونیسکو څخه امریکا وویستله ځکه چې هغه وویل دا سازمان د اسراییلو ضد دریځونه نیسي.بیا په ۲۰۲۳ کې، پخواني ولسمشر جو بایډن متحده ایالات بیرته یونیسکو ته شامل کړل.متحده ایالاتو او اسراییلو په ۲۰۱۱ کال کې هغه مهال د یونسکو تمویل بند کړ چې دغه سازمان فلسطین ته د یوه دولت په توګه غړیتوب ورکړ.
