Добавить новость
smi24.net
World News
Июль
2025

د طالبانو حکومت؛ ایران په دریو میاشتو کې نژدې دوه میلیونه افغان کډوال اخراج کړي

0

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، ایران په تیرو دریو میاشتو کې شاوخوا یومیلیون ۸۰۰زره افغان کډوال اخراج کړي دي.دغه وزارت نن چهارشنبې په کابل کې د یو کلنو لاسته راوړنو په ناسته کې ویلي، " دا کډوال په جبري توګه اخراج شوي".د دغه وزارت په ټکو، پاکستان بیا په روان کال کې نژدې ۱۹۰زره افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته راستانه کړي دي.وړاندې راغلي چې ترکیې هم ۵۱۳۴ افغان کډوال اخراج کړي دي.د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون ترکیې او جرمني هم سږکال ډير شمیر افغانستان کډوال بیرته افغانستان ته دپیورټ کړل.د ملګرو ملتونو ادارو ویلي، افغانستان ته د دغو کډوالو ستنیدل به، په دې هېواد کې روان بشري بحران لا پسې ژور کړي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *