Добавить новость
smi24.net
World News
Август
2025

د ایران سپاه سپادارانو له طالبانو د بریټانیا سره د افغان همکارانو د افشا شویو معلومات لیست غوښتی

0

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د طالبانو له حکومته د هغوو افغانانو د افشا شویو معلوماتو لیست غوښتي چې له بریټانوي ځواکونو سره يې په افغانستان کې کار کړی وو.د ډیلي تلګراف د راپور له مخې، سپاه پاسداران غواړي د دې معلومات له لارې د استخباراتي ادارو جاسوسان (MI6) په نښه کړي.د راپورونو له مخې، د ایران حکومت هیله مند دی څو د دغو ۲۵زره افغانانو د معلوماتو په څیړلو سره پر لویدیز فشارونه زیات کړي.تهران هڅه کوي، له لویدیز سره د اټومي پروګرام د خبرواترو له پیل مخکې د فشار یوې وسیلې ته لاسرسی ومومي.د افغانانو په ګډون د بریټانوي سرتیرو افشا شوي معلومات د "مرګ په لیست" مشهور دي.په دې لیست کې له بریټانوي ځواکونو سره د افغان همکارانو د معلوماتو سربیره د بریټانوي سرتیرو او چارواکو معلومات هم شامل دي.د معلوماتو دغه لیست په ۲۰۲۲کال کې په تیروتنې سره افشا شوی چې په وروستیو کې په بریټانیا کې غوغا رامنځته کړې ده.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *