Добавить новость
smi24.net
World News
Август
2025

نتانیاهو؛ اسراییل باید په غزه کې د حماس له "ماتې" ډاډمن شي

0

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، اسراییل باید په غزه کې د حماس له "ماتې" ډاډمن شي څو د برمته شویو کسانو ازادي تضمین کړي. فرانس پریس خبري اژانس لیکلي، نتانیاهو دغه څرګندونې د اسراییلو د پوځ له یوه تعلیمي مرکز د لیدنې پرمهال پرون سه شنبې کړي دي.د هغه په ټکو، "دا مهمه ده چې د حماس ډله په کامله توګه ماتې وخوري، برمته شوي ازاد او باید اطمینان ترلاسه شي چې غزه نور د اسراییلو لپاره خطر نه جوړوي".نتانیاهو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ملګروملتونو کارپوهانو په غزه کې د شدیدې قحطۍ خبرداری ورکړی دی.په وروستیو څو اونیو کې په غزه کې په لسهاوو کسان د لوږې له کبله مړه شوي دي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *