Добавить новость
smi24.net
World News
Август
2025

په واڼه کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې

0

د خیرپښتونخوا په واڼه ښار کې د سړک د غاړې بمي چاودنې د چارواکو په وینا دوه پولیس وژلي او څوارلس تنه نور یې چې اکثر یې لارویان وو، ټپيان کړې دي.دا چاودنه د چهارشنبې په ورځ وشوه.د سیمه ییزو پولیسو د مشر په وینا، بم هغه مهال وچاودید کله چې د پولیسو موټر په ګزمې روان و.په وروستیو اونیو کې، په پاکستان کې د یاغیانو بریدونه زیات شوي، چې لسګونه پاکستاني امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.په عین حال کې، د پاکستان حکومت د باجوړ په سیمه کې د پوځي عملیاتو د پیلولو لپاره چمتووالی نیسي، چیرې چې قومي مشران هڅه کوي د نښتو مخه ونیسي.که څه هم په واڼه کې د شوې چاودنې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی، خو پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) تر دې مخکې د ډیرو دا ډول بریدونو پړه په غاړه اخیستې ده.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *