په خیبرپښتونخوا کې سیلونو د لسګونو کسانو ژوند اخیستی
د خییبرپښتونخوا په باجوړ، کوز دیر، شانګلې، بټګرام او مانسهره کې د بارانونو او سیلونو له امله لږ تر لږه څلور دیرش کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په پيښور کې د ژغورنې او مرستندویه چارو د ایالتي ادارې ویاند بلال فیضي نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې په باجوړ کې شپاړس جسدونه له سیلونو راایستل شوې دي او اووه تنه لا هم تري تم دي.
د ښاغلي فیضي په وینا په بټګرام کې لس، په کوز دیر کې پنځه او په شانګله کې یو تن تر دې دمه د سیلونو له امله ساه ورکړې ده.
په مانسهره کې بیا د دوو تنو د وژل کیدو او یوه تن د ژوبلیدو خبرونه خپاره شوې دي.
د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې د جون له شپږ ویشتمې راهیسې په ټول پاکستان کې د بارانونو او سیلونو له امله تر درې سوه شپیته ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.
