د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه، پلویانو یې لمانځلې، خو مخالفان یې وایي، جشن کې شریک نه وو
نن د زمري ۲۴مه د طالبانو د بیاواکمنۍ ۴ کاله پوره شولد کابل د لویې جرګې په خیمه کې ځانګړي مراسم جوړ شوي وو چې د طالبانو د کابینې غړو، د هغوی پلویانو او بهرنیو ډیپلوماتانو ګډون په کې کړی وو.یوشمیر کابل ښاریان وایي، دوی جشن کې ځکه ګډون نه دی کړی چې په خبره یې د طالبانو له تګلارو سره مخالفت لري.
