Добавить новость
smi24.net
World News
Август
2025

ایران به د کب میاشتې تر پایه اته سوه زره نور افغان کډوال وباسي

0

د ایران د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د روان کال به د کب میاشتې تر پایه ۸۰۰،۰۰۰ نور افغان کډوال له دغه هیواده وباسي.سکندر مومني، چې مشهد ته یې سفر کړی، د دوشنبې په ورځ، د اګست په ۱۷مه ویلي چې ۱.۲ میلیونه افغان کډوال تر اوسه د ایران له پولو وتلي دي.هغه زیاته کړه چې ایران پلان لري ۲ میلیونه افغان کډوال له دې هیواده وباسي.هغه زیاته کړه چې دوی هغه کډوال چې په غیرقانوني توګه په ایران کې ژوند کوي، ایستلي دي.د اسکندر مومني په وینا، له هغو ۱.۲ میلیونه افغانانو چې تر اوسه له ایرانه وتلي دي، تر ۷۰ سلنه زیات یې په خپله خوښه ستانه شوي دي.د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د دوی ستنېدل به "په عزت سره" وي او دا دریځ د "کډوالۍ ضد" مانا نلري.دا په داسې حال کې ده چې د ایران او اسراییل ترمنځ تر شخړې وروسته، ایران د افغان کډوالو د شړلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *