Добавить новость
smi24.net
World News
Август
2025

ننګرهار کې د یوې کورنۍ د غړو په قتل مشکوک کسان ونیول شول

0

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکي وایي، د یوې کورنۍ د ټولو غړو د قتل عاملان یې نیولي دي.د سره رود ولسوالۍ په سلطان پور سیمه کې تیره سه شنبه ناپيژنده وسله والو د یوې کورنۍ شپږ غړي په ډزو او چړو ووژل چې وژل شویو کې یو سپین ږیری، یوه میرمن او څلور ماشومان شامل دي.دې پيښې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه وپارول.د ننګرهار ولایت یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم واخیستل شي نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوي درې تورن کسان د وژل شوې میرمنې نژدې خپلوان دي.د سرچینې په باور، دغه نیول شوي کسان له وژل شوې کورنۍ سره د دښمنۍ او مخالفتونو سابقه لري.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *