د روغتیا نړیوال سازمان وايي افغانستان کې زلزله ځپلي خلک له سختو رواني ستونزو سره مخ دي
WHO پرون په یوه راپور کې وویل چې رواني ټولنیزې مشورې لاهم محدودې دي او ټینګار یې وکړ چې د رواني ټولنیز ملاتړ خدماتو زیاتوالی خورا مهم دی.
له زلزلې یو شمېر اغیزمنې شوې کورنۍ هم په کونړ ولایت کې د دوامداره ویرې، بې خوبۍ او د شپې بدو خوبونو لیدو شکایت کوي.
