Добавить новость
smi24.net
World News
Сентябрь
2025

کتمندو کې پولیسو ۱۶ مظاهره چیان وژلي او لسګونه نور یې ټپيان کړي

0

د نیپال په پلازمېنه کتمندو کې نن دوشنبه لږ تر لږه ۱۶ مظاهره چیان د پولیسو په ډزو کې وژل شوي دی.لویدیځو اژانسونو لیکلي چې پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره ډزې کړي او دغه راز یې پر هغوی ربړۍ ګولۍ او اوښکې بهونکی ګاز کارولی او اوبه یې پرې شیندلې دي.مظاهره چیان له دولته غواړي چې پر ټولنیزو رسنیو محدودیت لرې کړي او له فساد سره مبارزه وکړي.د کتمندو د پولیسو یوه مسول شیخار خانال ویلي، شاوخوا سل مظاهره چیان دا مهال په روغتون کې بستر دي.دولت دغلته پریکړه کړې چې پر ټولنیزو رسنیو لکه یوټیوب، فیسبوک او اکس بندیز ولګوي ځکه د دوی په خبره کمپنۍ یې راجستر شوې نه دي او دولت پرې څارنه نه شي کولای.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *