شمالي بیت المقدس کې پنځه تنه ډزو کې وژل شوي او یوشمېر نور ټپيان شوي دي
روغتیایي چارواکو ویلي چې د شمالي بیت المقدس/یروشلم په یوه بس تم ځای کې د دوو بریدګرو په ډزو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او پنځلس نور ژوبل دي.اسوشیټیډ پریس د پولیسو په حواله ویلي چې بریدګرو لومړی په انتظار مسافرو ډزې وکړې او بیا بس ته دننه او هلته یې په ناستو کسانو برید وکړ.یو امنیتي افسر او یو ملکي کس بریدګر وویشتل او برید یې ودراوه.ډزې د شمالي بیت المقدس دروازې خواته له ګڼې ګوڼې ډکې څلور لارې کې وشوې، هغه لاره چې چې په ختیځ بیت المقدس کې د یهودي میشت ځایونو ته غځیدلې ده.ویډیوګانو ښودلې چې خلک د سهار د ګڼې ګوڼې په وخت کې له سیمې څخه تښتي، کړکۍ ماتې شوې او ټپیان په سړک پراته دي.تراوسه کومې ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی.د غزې جګړه په اسراییل او لویدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل شوی دی.د ملګرو ملتونو د احصایو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې د ۲۰۲۵ کال تر جولای پورې په اسراییل او لویدیځه غاړه کې لږترلږه ۴۹ اسراییلیان وژل شوي دي، او اسراییلي ځواکونو او میشتو شویو لږترلږه ۹۶۸ فلسطینیان وژلي دي.
