د زلزلې د ژغورنې چارې پای ته رسېدلي، خو ځایي خلک وایي یوشمیر کسان تر خاورو لاندې دي
د طالبانو حکومت وايي د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې د قربانیانو د لټون او ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي او هېڅ قرباني تر خاورو لاندې نه دی پاتې شوی.
خو یو شمېر ځایي اوسېدونکي ادعا کوي چې په مزار دره او چلس سیمو کې لا هم زیات شمېر قربانیان تر خاورو لاندې پاتې دي.
