د کونړ زلزله ځپلې او ټپي ښځې وايي روغتیايي اسانتیاوې نه لري
په کونړ کې یو شمېر زلزله ځپلې نجونې، ښځې او د نویو زېږېدلو ماشومانو او امېندواره میندې وایي، هېڅ ډول روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
دوی ازادي راډیو ته وویل چې د میاشتنۍ ناروغۍ او امېندوارۍ حساسه دوره کې دي او سختې ټپیانې شوې هم دي، خو په خبره یې حتی د غاړې له جامو پرته نه د اغوستلو څه لري، نه روغتیایي اسانتیاوې او درمل او نه د ځان مینځلو لپاره ځای لري.
