Добавить новость
smi24.net
World News
Сентябрь
2025

افغان کرکټ لوبډلې په اسیایي جام کې خپله لومړۍ لوبه وګټله

0

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په اسیایي جام کې د هانګ کانګ لوبډلې ته د څلور نوي منډو په توپیر ماتې ورکړه.دا د روان اسیایي جام لومړۍ لوبه وه چې تیرماښام په ابوظبي کې ترسره شوه.لومړی بټنګ افغانستان وکړ چې په ټاکلیو شل اورونو کې یې یوسل او اته اتیا منډې جوړې کړې. په افغان بټسمینانو کې صدیق الله اتل په درې اویا منډو ناسوځیدلی پاتې شو، عظمت الله عمرزي پنځوسیزه وکړه.مقابل لورې په شل اورونو کې څلور نوي منډې جوړې کړې او نهه لوبغاړي یې وسوځیدل.افغانستان او هانګ کانګ په ( ب) ګروپ کې له بنګله دیش او سریلاناکا سره یوځای شوې دي.په الف ګروپ کې متحد عربي امارات، عمان، هند او پاکستان سره لوبیږي.نن به په دې اتلولیو کې هند له کوربه هیواد، متحد عربي اماراتو سره مخامخ شي.د دې جام پایلوبه به د سپتمبر په اته ویشتمه ترسره شي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *