د کونړ له زلزلې وروسته په لسګونو زره ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ شوي
په افغانستان کې د تغذیې ګروپ چې د ماشومانو د ژغورنې موسسه( سیف د چلدرن) هم پکې شامله ده، اټکل کوي چې د افغانستان په ختیخ کې به له زلزلې وروسته شاوخوا اووه دیرش زره ماشومان چې له پنځو کلونو یې عمرونه کم دي له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي.
دغې ډلې د سې شنبې په ورځ له دغو ماشومانو سره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.
د راپور له مخې د اګست د یو دیرشمې نیټې د زلزلې له امله د افغانستان په ختیځ کې شپاړس روغتیایي مرکزونه زیامن شوې دي او یو یې په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.
د دې زلزلې د قربانیانو شمیر تر دوه زره دوه سوه اوښتی او تر درې زره شپږ سوه ډیر یې ټپيان کړې دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو وجهي صندوق( یونیسف) ویلي دي چې په وژل شویو کې اووه سوه یو دیرش ماشومان دي.
