په دوحه کې د اسلامي او عربي هیوادو سرمشریزه
قطر خبر ورکړ چې د عربي او اسلامي هیوادو مشران یې یوې غونډې ته وربللي دي.په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه کې به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په پلازمینه دوحه کې پر قطر د اسراییل د برید مساله وڅیړل شي.اسراییل د سې شنبې په ورځ په دوحه کې د حماس ډلې پر غونډه بمباري وکړه.د حماس په وینا، په دوحه کې د سې شنبې د ورځې د اسراییلو بريد د دوی کوم لوړپوړی چارواکی نه دی وژلی، خو د دوی د یوه مهم مشر خليل الحيه د زوی په ګډون د دې ډلې پنځه غړي په دې حمله کې وژل شوي دي.
