ټاکل شوې یوه ایرانۍ میرمن له یوې فرانسوۍ زنداني جوړې سره تبادله شي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، له یوې ایرانۍ تبعه سره د دوو فرانسوي زندانیانو تبادله وروستیو پړاونو کې ده او هیله لري چې څو ورځو کې ترسره شي.عباس عراقچي تېره شپه د ایران دولتي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي مهدیه اسفندیاري به د دوو فرانسویانو سېسیل کوهلر او د هغې د ژوند له ملګري ژاک پاریس سره تبادله شي.دغه فرانسوۍ جوړه له تېرو دریو کلونو راهیسې ایران کې زنداني ده او د اسراییل استخباراتي ادارې ( موساد) ته د جاسوسۍ تور پرې پورې دی.د دوی کورنۍ دا تورونه رد کړي دي.
