Добавить новость
smi24.net
World News
Сентябрь
2025

د ازادۍ راډيو د بلاروسي څانګې خبریال له ۵ کلن زندانه ازاد شو

0

د آزادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریال ایهار لوسیک د بیلاروس له څه باندې پنځه کلن زندان څخه ازاد شو.د دغه خبریال خوشې کول په بیلاروس کې د سیاسي بندیانو د خوشې کولو د پلان یوه برخه ده.لوسیک د پنجشنبې په ورځ د ۵۱ نورو کسانو سره له خوشې کېدو وروسته لیتوانیا ته ورسید.د ازادۍ راډيو مشر سټیف کاپوس د لیتوانیا له پلازمینې ویلنیوس څخه په یوه بیان کې وویل: "موږ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ژوره مننه کوو چې د بل زړور خبریال خوشې کول یې خوندي کړل چې د بیلاروس چارواکو لخوا په غلط ډول توقیف شوی و."کاپوس زیاته کړه "ایهار ډیر ځوریدلی ځکه چې هغه د آزادې اروپا/ ازادۍ راډیو لپاره کار کوونکی خبریال و.پر دغه خبریال د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې د ډله ییزو بلواوو د تنظیمولو، ناکراریو کې د ګډون او د کرکې پارونې تورنه ولګیدل او په ۱۵ کاله حبس محکوم شو.خپله لوسیک، ازادۍ راډیو او لویدیځو هېوادونه دا تورونه رد کړي دي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *